لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو د انلاین ريډیو له لارې خپلې خپرونې پیل کړي دي


د تېرو څو اوونیو راهسې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان لخوا په انلاین ډول يا د انټرنېټ د لارې د ريډیو پروګرامونه خپرول کيږي ،دغو پروګرامونو کې د تنظيم مشرانو سره مرکې او د روانو عملياتو په اړه رپوټونه وړاندې کړل کیږي۔

څيړونکي وايي د ټي ټي پي د پاره ريډيو عام اولس ته د خپل پېغام رسولو يوه مهمه ذريعه ده۔

خبريالانو سره شريک کړی شوؤ خپرونو کې د ټي پي پي عمر ميډيا دې يو ساعته پروګرام ته د پاڅون نوم ورکړل شوی دی.

په دې وروستیو کې ددې خپرونې شپږم قسط خپور شوی دی، چې په عسکري ځواکونو په بریدونو، د قيديانو خوشې کولو او د دوي په ضد د پوځي عملياتو په اړه پکې خبرې شوې دي۔

د پېښور پوهنتون د جرنلزم دڅانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي په کال دوه زره شپږم او اووم کې په سوات کې د ملا فضل الله لخوا د ريډيو د لارې خپل تبليغات خپرول پېل کړی شوي وو چې بيا يې څانګې زياتې کړی شوې او عام ولس باندې يې ډير اثر ولرلو.

ډاکټر عرفان اشرف وويل د هغې ريډيو روستو په سوات کې د طالبانو اثر زيات شو او په دې کې د ريډيو ډير رول و، نوموړي وويل ټي ټي پي د ريډيو د لارې خلکو ته نيغ په نيغه خپله بيانيه رسوي۔

"طالبانو ته فقط دا نه وي پکار چې خلکو ته خپله بيانيه ورسوي، بلکې هغوي ته جنګيالي پکار دي، مخکې به دغه کار جوماتونو کې په خبرو سره کيدو اوس دا د طالبانو د پاره نه ده ممکن نو د ريډيو د لارې هغوي خلکو ته په اسانه رسيږي، د ګرځېدو ضرورت ورته نه وي او د يو ځاي نه په ناسته ډيرو خلکو ته ورسيږي،

دښاغلي اشرف په وینا "اوس چې چرته هم طالبان په ښکاره وکتل شي نو خلک د هغوي خلاف راپاڅي څنګه چې په سوات او نورو سيمو کې وليدل شو۔ د ريډيو استعمال مخکې هم طالبانو ته ډيرې ګټې راوړې وې او يو ځل بيا دوي داسې کوښښ کوي"

نوموړي زياته کړه دده په نظر به دا ځل د طالبانو ريډيو هغه اثر ونه لري څنګه چې مخکې و ځکه چې خلک دا ګڼې چې سخت دريځي په دې علاقو کې بدامني راوړي.

نوموړي وويل خلک د سخت دريځۍ خلاف پاڅېدلې دي خو طالبان به بيا هم دا هڅه کوي چې ځوانانو ته خپل پېغام ورسوي۔

د انټرنېټ د لارې د طالبانو د رېډيو خپرونو په اړه مو د خېبر پښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو سلاکار بیرسټر محمد علي سېف نه د وټس اېپ د لارې پوښتنه وکړه چې حکومت څه ګامونونه پورته کوي خو ددې رپورټ تر چمتو کیدو يې کوم جواب نه ویلی۔

څيړونکې او خبريال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته وويل د ټي ټي پي لخوا دا خپرونې په داسې حال کې پېل شوي چې د حکومت او طالبانو ترمېنځه خبرې روانې دي اؤ امکان دی چې دې مذاکراتو کې د دې ريډيو خپرونو باندې هم خبرې وشي.

"زما خيال دی چې امن مذاکرات بيا پېل کيږي ، او په هغې کې به د دې ريډيو په اړه خبرې امکان لري"

څيړونکي وايي ملا فضل الله چې د ريډيو ملا په نوم مشهور و او بيا د ټي ټي پي مشر شو د هغوي ريډيو به د سوات نه چلېدو، بيا يې په ضد د ايي ایس پي ار لخوا هم د ريډيو پروګرامونو يو لړۍ پېل شوه، خو اوسنۍ خپرونې د انټرنېټ د لارې کيږي او پوهان وايي چې پاکستان داسې ټيکنالوجي لري چې دغه د انټر نېټ د لارې خپرونې يې وتړي خو تر اوسه د حکومتي چارواکو لخوا په دې اړه څه نه دي ويل شوي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG