لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي ګوند یې له اسمبليو د وتلو پرېکړه کړې ده، بلاول د هغه لانګ مارچ "یوه ناکامه شو" بللې


اسلام اباد ـــــ د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني وزير اعظم عمران خان اعلان وکړ چې د هغه ګوند د اسمبليو څخه د وتلو پرېکړه کړې او وایي هيواد د موجوده سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ څخه د راويستلو يواځينۍ لار د وخت نه وړاندې ټاکنې دي.

حکومتي غړو د عمران خان دا پرېکړه د ده د خپلې ناکامۍ اعتراف وباله او ويې ويل د عمران خان ټول پلانونه ناکامه شول او د سازشيانو همدا انجام وي.

د شنبې- خالي په ورځ په راولپينډۍ ښار کي د حکومت په ضد راجمع شوو مارچ کوونکو ته په وينا کي عمران خان وويل:

"موږ پرېکړه کړې چې د دې نظام برخه نه جوړېږو او د ټولو اسمبليانو څخه راوزو او اسلام اباد ته د تګ او دغلته اړي ګړي جوړولو نه دا ښه ده چې د دې کرپټ نظام څخه بهر راوزو".

نوموړي اعلان وکړ چې د اعلا وزيرانو او د ګوند د پارلمان غړو سره د مشورې وروسته به د اسمبليانو څخه د استعفو نېټه اعلان کړي.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند دا وخت په پښتونخوا کې ځانګړی او په پنجاب صوبه کې د مسلم ليګ ق سره ايتلافي حکومت لري، د ياد ګوند په ګلګت بلتستان او د پاکستان واک لاندي کشمير کې هم ايتلافى حکومتونه دي.

د پنحاب د وزیراعلا چودهري پرويز الهى زوی چودهري مونس الهى پخپل يو ټويټ کې ويلي "کله چې ورته عمران خان ووایي په هغه ورځ به اسمبلۍ ماته کړي".

خو د کورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثنا الله دعوه کړې چې پي ټي ای د پنجاب اسمبلۍ نه شي ماتولای ځکه چې وایي د دوى ګوند دغلته د بې باورۍ تحريک وړاندې کولو ته تيار دی.

يو شخصي ټيلیویژن سره د عمران خان دې ناڅاپه پريکړې ته پخپل غبرګون کې رانا ثناء الله وويل:

"کله چې د اعلا وزير په ضد شل فیصده غړي د بې باورۍ تحريک جمع کړي نو بيا د قانون د لاندې دغه اسمبلي نه شي ماتېدلای".

وفاقي وزير د ټولو اسمبليانو پريښودو د عمران خان پرېکړه د خپلې ناکامۍ اعتراف وباله.

د پيپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري د تحريک انصاف لانګ مارچ "یوه ناکامه شو" بللې او عمران خان یې يو مايوسه تن وباله. پخپل يو ټويټ کي بلاول وويل:

"عمران خان د انقلاب لپاره د خلکو راويستلو کې پاتې راغلی، د پوځ نويو مشرانو په ټاکنو کي پاتې راغلی، مايوسه شوی او د استعفا ډرامې ته یې مخه کړې ده".

بلاول وويل د پينډۍ څخه د عمران خان غوښتنه ازادي نه بلکې د ده بيا واک ته راوستل دي. نوموړي وويل پښتونخوا او پنجاب به تر کومه وخته د سياسي پروپېګنډو په توګه کارول کيږي.

د مسلم ليګ ن مرستيالې صدرې مريم نواز دا يو ناکامه مارچ وباله او پخپل ټويټ کي یې وويل:

"د عمران خان د سازش لاندې د حکومت ختمولو پلان، د خوښې پوځي مشر راوستلو پلان، ټاکنو کې د خنډ اچولو پلان، نوي مشر لانجمن کولو پلان، ټول پلانونه یې ناکامه شول".

نوموړي وويل د سازشيانو همدا انجام وي.

څېړونکي وایي د خپلو ټولو بيانيو او غوښتنو څخه په شا کېدو وروسته عمران خان سره يواځينۍ لار دا وه چې ګڼ شمېر خلک راوباسي او حکومت د وخت نه وړاندې ټاکنو ته مجبوره کړي، خو داسې هم ونه شول او اوس د احتجاجي ناستې يا لانګ مارچ ختمولو لپاره ورته "فېس سېونګ" يا جواز پکار وو.

يو شخصي ټيلیوژن سره خبرو کې د څېړونکي شاه زيب خانزاده وينا وه، چې عمران خپله د تاش اخرى پته وويشته، وایي له دې سره به فشار راځي:

"د عمران خان ټول سياست د تضاداتو ښکار دی، دی کله پوځ ته وایي تاسو د قانون لاندې چلن کوئ خو ورسره ورته دا هم وایي چې ما سره ودرېږئ".

خو د پنجاب حوالې سره دا وخت څه نه شي ویل کېدای چې هغوى به څه فيصله کوي.

خبريال او څېړونکی محمد مالک د تحريک انصاف له خوا دا يو ښه ګام بولي او وایي دې سره دوى له ځان نه فشار لرې کړو خو زياتوي،" زه نه ګڼم چې حکومت به دې وخت کې د پي ټي ای سره مذاکرات پيل کړي او ماته د مارچ نه وړاندې ټاکنې په نظر نه راځي".

خو يو بل څېړونکی حامد مير د عمران خان د اعلان يو ښه سياسي چال بولي او وایي حکومتي وزيرانو او غړو به بيا بيا دا ويل که عمران خان د وخت نه وړاندې ټاکنې غواړي نو وړومبی دي د خيبر پښتونخوا او پنجاب اسمبليانې ماتې کړي:

"عمران خان د وخت نه وړاندي ټاکنو لپاره فشار اچول غواړي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG