لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: شهباز شریف د نړيوالې مالياتي ادارې د مشرې سره د پور د بحالۍ په اړه خبرې کړې


د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف د نړيوالې مالياتى ادارې ايي ايم ايف مشرې کرسټالينا جارجيوا سره په ټيليفون خبرې کړي او ورسره يې د ايي ايم ايف د اووه اربه ډالرو د پور پروګرام په بيا بحالولو خبرې کړي دي.

د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د هزاره بريښنا شرکت يوې دستورې ته په وينا کي وزيراعظم وويل چې د ايي ايم ايف يو پلاوی به په دوه دريو ورځو کې د پاکستان سفر وکړې چې د اووه اربه ډالرو د پور نهمې ارزونې ته بيا کتنه وکړي.

شهباز شريف زياته کړه د ايي ايم ايف مشرې ته يې باورورکړی چې ايتلافي حکومت غواړي چې د فنډ د لوظنامې شرطونه پوره کړي، د کومو چې د تحريک انصاف حکومت سرغړونه کړې وه.

وزير اعظم وويل د ايي ايم ايف مشرې ته وويل د پاکستان اقتصادي حالت او ستونزې د سېلابونو وروسته دوى ويني او په د اسې حال کې حکومت په عام ولس نور د ګرانۍ پېټی نه شي اچولی.

نړيواله مالياتي اداره د پاکستان نه د ټيکس امدن سيوا کولو ، د بجلۍ ګردشي قرضې کمولو لپاره د بجلۍ بيعې نورې سېوا کولو، حکومتي خرچې راکمولو سره سره د پټرولو او ډيزلو بيعو باندې د نور محصول لګولو او د ډالر بيعه پرانسستي مارکيټ باندې د پريښودلو فشار اچوي.

خو د اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ ايتلافي حکومت د شرطونو په بشپړه توګه عملي کولو ته تيار نه دی او هم دغه وجې نه د فنډ د 1.1 اربه ډالرو د پور قسط د ځنډ ښکار دی.

پاکستان چې دا وخت د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ سره مخ دی او د پاکستان مرکزي بېنک سره د غېر ملکي زرمبادلې ذخيرې 5.5 اربه ډالره ته راکمې شوي دي، کوم چې په تيرو اتوو کلونو کې د ټولو ټيټه کچه ده.

او د ايي ايم ايف پروګرام نه بحاليدو له وجې ورته د دوست هيوادونو څخه هم اضافي پيسې نه دي تر لاسه شوي.

څيړونکي وايي پاکستان چې دا وخت کوم سياسى او اقتصادى بي ثباتۍ سره مخ دی د دې نه راوتلو لپاره د فنډ پروګرام بيا بحالولو ته سخته اړتيا لري.

دوى وايي تر کومې پورې چې د فنډ پروګرام نه وي بحال شوی نو د زر مبادلې ذخيرې به يې دغه شان کميږي.

د پاکستان يو وتلي کاروباري عارف حبيب ويلي د پاکستان د غټو کاروباريانو د شورا غړو د زيارت يا پنجسنبې په ورځ وزير اعظم سره په ليدنه کې حکومت ته د ايي ايم ايف پروګرام بيا بحالولو ډاډ ورکړ.

يو شخصي ټيلي ويژن سره خبرو کې نوموړى وويل،"مونږ وزير اعظم ته د نړيوالې مالياتي ادارې پروګرام ته غوره والي ورکولو ډاډ ورکړ، د کوم نه به چې اقتصادي ثبات راشي او داسې کولو سره به پاکستان ته د نورو مالياتي ادارو نه هم پور تر لاسه شي".

عارف حبيب زياته کړه د ايى ايم ايف پروګرام بحاليدلو سره به د پاکستان د زر مبادلې په ذخيرې په روان فشار قابو راستی شي او د ولس اعتماد به هم په ځای شي.

خو بل لور ته ځينې څيړونکي د حکومت لخوا په درامداتو سختو بنديزونو لګولو او بېنک او پرانيستي مارکيټ کې د ډالر زياتې بيعې باندې نيوکې کوي او وايي چې د دې اقداماتو له وجې د هيواد برامدات او ترسيلات زر ډير زيات اغيز من شوي دي.

يو شخصى ټيلى وژن سره خبرو کى اقتصاد پوه او څيړونکي ډاکټر خرم وويل" کله چې يو هيواد داسې حالت ته ورسي نو هغې څيزونو ته خاص پام ورکوي د کوم نه چې ورته د بهر نه نغدي ډالرې راځي، خو زياتوي حکومت دا وخت د عامو څيزونو خام مال سره د خوراکي تيلو او طبي الاتو درامد کولو ته هم سخت مشکلات پيدا کړي او دوى ته د بېنکونو نه ډالرې نه ملاويږى چې د کراچۍ بندر ته رارسېدلي خپل مالونه راوباسي".

د نوموړي په وينا چې دا وخت د زرګونو په شميره کې د ايل سى يا د بېنک نه د ډالرو اخيستلو اجازت نامه نه ملاويږي سامانونه د کراچۍ په بندر پراته دي او کاروباريانو ته غټ زيان اوړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG