په باجوړ او جنوبي وزيرستان کې د امن په پلوۍ او دبد امنۍ پرضد احتجاجونو کې برخه اخستونکي وايي دې احتجاجونو ته په پاکستاني ميډيا کې کوريج نه دی ورکړل شوی.
خبريالان وايي دوي خپلو ادارو ته دخلکو داحتجاج خبرونه ليږي ،ځني اخبارونه او ټي وې چېنلونه ورته ځائ ورکړي خو هغه هم ډير کم وي، او اکثره ادارې ورته هيڅ ځائ هم نه ورکوي۔
په جنوبي وزيرستان او باجوړ کې دترسره شوؤ احتجاجونو عکسونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو په ګڼ شمېر سره خلک دیو بل سره شریکوي،په دغو عکسونو اؤ ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې خلکو سپین بېرغونه په لاسونو کې نیولي چې د "امن" توری پرې ليکل شوی دی.
خو ځېنو خلکو بیا ددې احتجاجونو په مهال تور بېرغونه هم راپورته کړي دي.
احتجاج کونکي ګيله کوي چې دا ټول منظر بيا په پاکستاني ميډيا نه ښودل کيږي.
د باجوړ قامي پاڅون يو منتظم مولانا خانزېب وي او ای ډیوه ته وويل دا خلک امن غواړي، د امن ذمه واري د رياست ده نو چې عام اولس امن غواړي بيا رياست ته څه مسله کيدای شي چې د دوي اواز خاموشه کول غواړي؟
مولانا خانزېب وويل چې ددې سيمي څومره خلک د امن غوښتو د پاره راوځي هغسې ورته په ملکي میډیا ځائ نه ورکړل کیږي.
"په باجوړ کې شل زره ولس امن د پاره راوتلی و، خو هغه د امن غږ ته په ميډيا پام نه راګرځول کيږي، بايد چې د پښتنو غږ ته پام راوګرځول شي"
ځائ خبريالان وايي دوي خپلو مطبوعاتي ادارو ته په وخت ويډيو ګانې او خبرونه ليږي خو اکثره په ټي وي يو څو پټۍ یا ټېکرې وچلول شي او په اخبار کې وړوکي ځايې کې مختصر خبر ورکړل شي۔
د پېښور د خبريالانو داتحاديي خېبر يونين اف جرنلسټ پخواني صدر سېف السلام سېفي وويل ډيوه ته وویل د باجوړ او وزيرستان احتجاجونو ته هغه هومره ځائ نه دی ورکړل شوی کوم چې ورته پکار وو.
نوموړي وويل د بلوچستان او خېبر پښتونخوا خلک د وړاندې نه ګيله کوي چې د دي صوبو عوامي مسلو باندې په مطبوعاتو کې بحثونه نه کيږي.
نوموړي وويل اوس خبريالانو هغه خبرونه خپلو مطبوعاتي ادارو ته ليږل پريښودي کوم ته چې هغوي په عامه توګه ځاي نه ورکوي۔
"تېرو کلونو کې مونږ ته معلومه شوه چې دامن لپاره به د پښتنو لخوا کومې هلې ځلې کېدې دهغې په بابله رپورټونه به دلته نه خبريالانو خپلو ادارو ته ولیږل خو بيا به دغو رپورټونو ته ځائ نه ورکول کيدو، يو خاموشه سنسرشپ و، اوس دلته نه هم خبريالان دغه خبرونه نه ليږي ځکه چې په ادارو کې ځايې نه ورکول کيږي"
د باجوړ او جنوبي وزيرستان نه خبريالانو ډيوه ته وويل د ټي وي چېنلو او اردو اخبارونو په مقابله کې انګريزۍ اخبارونو دې دامن احتجاجونو ته ډير ځاي ورکړی دی.
د دوي په وینا دا احتجاجونه په ټولنيزو رسنيو لکه فېس بک او ټويټر باندې زيات خپاره شوي دي، او سوشل ميډيا يې د مين سټریم ميډيا د متبادل په توګه کاروله۔