لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک کې د امنيت د ټينګښت دپاره جرګه شوې


د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې تیره ورځ د بیلا بیلو قومونو جرګه شوې چې پکې په علاقه کې د ناامنۍ په پښو اندېښنه څرګنده شوې ده، په جرګه کې د امنیت د ټینګښت، د بیا پوځي عملیاتو د مخنیوي او حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې شوي دي.

په 16 جنورۍ هم تانک ضلع کې د ناامنۍ پرضد لویه احتجاجي مظاهره شوې وه.

د جرګې مشرانو ویلي امنیت د ټینګښت دپاره دې داسې ګامونه واخلي چې پکې د علاقې د خلکو سر، مال او کاروبار محفوظ وي.

خو حکومتي چارواکي وایي د خلکو تحفظ د دوی زمه واري او دې دپاره پولیس او نور امنیتي ځواکونه دغلته موجود دي.

د جرګې یو غړي ملک رفعت الله وویل علاقه یې بیا له بد امنۍ سره مخ شوې چې پکې ژوند، تعلیم او روزګار په ټپه ودرېدلی دی.

هغه وویل د جرګې د لارې حکومتي زمه وارو ته دا خبرتیا ورکړل شوې چې دغلته دې د امنیت د ټینګښت د پاره جدي ګامونه واخستل شي.

جرګې ته د جنډولې سیمې یو ځوان عبیدالله بیټني ویلي په علاقه کې د بدامنۍ پېښو وروسته د امنیتي عسکرو په عملیاتو کې عام خلک ځورول کیږي.

هغه ویلي نه یوازې عام خلک ځورول کیږی بلکې د ډرون کیمرو د لارې د دوی د کورونو او زنانو ویډیو اخستل کیږي کوم چې غېر قانوني او غېر اخلاقي دي.

هغه زیاته کړې په علاقه کې دې پوځ د ډرون کیمرو استعمال بند کړل شي دا په خلکو کې سخت قهر پیدا کوي. که نه پرضد به یې احتجاجي مظاهرې پېل کړي.

د جرګې د مشرانو په وینا د امن راوستو د پاره د دې جرګو دا لړۍ به روانه وي او په دې لړ کې به دوی د بر جنوبي وزیرستان د خلکو سره په شریکه د ناامنۍ پرضد جرګه کوي.

د بر جنوبي وزیرستان سرویکۍتحصیل چيرمېن شاه فیصل غازي جرګې ته په وینا کې ويلي تر 14 کلن راه نجات پوځي عملیاتو وروسته دوی ته ویل شوي وو چې دا سیمه د هر قسمه ناامنۍ نه پاکه کړل شوې خو دغلته حالت د تسلۍ وړ نه دي او علاقې خلک بیا د کورونو په پریښولو مجبور دي.

وي او اې ډیوه په دې اړه د ضلعې انتظامیې او پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

خو د ډیره اسماعیل خان ډویژن د پولیسو مشر ار پي او دفتر چارواکو وویل د علاقې وضعیت په قابو کې دی په ټانک ضلع کې وړاندې نه پولیس تاڼې او څوکۍ موجودې دی جنوبي وزیرستان کې د ااڼو او څوکیو په جوړولو په تېزۍ سره کار روان دی او د امنیت د ټینګښت د پاره پوځ هم په دې ضلعو کې موجود دی او چاته هم د علاقې د امن د خرابولو اجازه نه ورکوي.

هغه وویل د پېښې وروسته د شک په بنیاد خلک نیول کیږي خو چې کوم بې ګناه وي هغه بیا پریښودل شي او چې ګنهګار وي بیا یې عدالت ته وړاندې کوي.

د ډرون کیمرو په تړاو یې وویل دا د پوځ او ادارو سره اړه لري او پولیس کوم ډرون کیمرې نه لري. خو د پوځ لخوا په دغه اړوند څه نه دي ويل شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG