لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جمیل اپریدی: زما په ورور ډاکټر شکیل اپریدي باندې په ساهیوال جېل کې تشدد شوی دی


ډاکټر شکیل اپریدی.
ډاکټر شکیل اپریدی.

واشنګټن ــــ د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د کور په معلومولو کې له امریکې او له ترهګر تنظیم سره د ممکنه مرستې په تور د بندي ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ وایي په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د جېل چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی تور پورې کوي چې د ده په ورور باندې د پنجاب د ساهیوال په جېل کې تشدد شوی دی.

جمیل اپریدي وي او اې ته وویل، د قبایلي سیمو د چارواکو د فیصلو خلاف د شکیل اپریدي درخواست له څو کلونو په پېښور هایکورټ کې پروت دی او لا جواب نه دی ورکړل شوی.

له پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو تر ګډېدو مخکې د 2018 په مې میاشت کې د ډاکټر شکیل وکیلانو د قبایلي سیمو د انتظامیې خلاف پېښور هایکورټ ته درخواست ورکړی وو.

په دې درخواست باندې وروستی ځل د تېر 2022م کال د دسمبر پر دویمه د پېښور هایکورټ یوه درې کسیز بینچ اورېدنه کړې وه، په هغه کې دا پرېکړه محفوظه کړل شوې وه چې آیا دا درخواست د اورېدنې وړ دی که نه.

جمیل اپریدی وایي ده د جنورۍ پر 28مه د پنجاب په ساهیوال جېل کې له ډاکټر شکیل اپریدي سره ولیدل او هغه ورته وویل چې د دسمبر پر 27مه ماښام د جېل د ډپټي سپرنټنډنټ او مرستیال سپرنټنډنټ په مخکې اوو تنو وارډنانو په بارک کې دننه پر ده تشدد وکړ او له ناوړه چلند یې ورسره وکړ.

د ده په وینا دغو کسانو تر تشدد وروسته له ده بړستنه، ګنجۍ او نورې د ژمي تودې جامې واخیستې او دی یې یواځې په یوه څادر کې پرېښوو او بیا یې 24 ګنټې وروسته دغه شیان بیرته ور وسپارل.

د پنجاب د جېل چارواکو له خوا پر ډاکټر شکیل اپریدي د ممکنه تشدد په اړه کوم دریځ مخې ته نه دی راغلی.

د ساهیوال جېل ټیلیفون ته ناست یوه ملازم وي او اې ته وویل، چې هغه د ډاکټر شکیل اپریدي په اړه هیڅ یوې پوښتنې ته هم جواب نه شي‌ ویلای. چارواکو د شکیل اپریدي د کورنۍ تورونه مخکې هم رد کړي دي.

د شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدی وایي، خپل وکیل یې خبر کړی او پر ډاکټر شکیل باندې د شوي ممکنه تشدد په اړه یې د پېښور هایکورټ هم درخواست ورکړی دی.

د شکیل اپریدي د وکیلانو په پېنل کې شامل وکیل عارف خان ایډوکېټ وي او اې ته وویل، چې پر شکیل اپریدي د تشدد په اړه د پلټنو لپاره یې درخواست په عدالت کې جمع کړی دی.

جمیل اپریدی وایي پېښور هایکورټ تر اوسه دا پرېکړه هم لا نه ده کړې چې د پخوانیو قبایلي سیمو د انتظامیې د فیصلې خلاف د ډاکټر شکیل درخواست د اورېدنې وړ دی که نه.

هغه وایي د ورور د مخکیني وکیل تر وژل کېدو وروسته د یو مناسب وکیل په لټه کې دي خو وایي تر اوسه یې نه دی موندلی. د شکیل اپریدي مقدمه د سپریم کورټ بار مخکیني مشر لطیف اپریدي کوله چې تېره میاشت په پېښور هایکورټ کې و وژل شو.

جمیل اپریدی وایي تر لطیف اپریدي مخکې یو بل وکیل سمیع الله اپریدي د ده د ورور مقدمه چلوله، خو وایي هغه هم چې په 2015م کال کې و وژل شو نو د مقدمې چلول او اورېدنه اغېزمن شوي وو.

وایي د سمیع الله اپریدي تر وژل کېدو وروسته لطیف اپریدي او قمر ندیم ایډوکېټ دا مقدمه په ښه توګه چلوله، خو وایي قمر ندیم امریکې ته کډه شو او د لطیف اپریدي تر وژل کېدو وروسته حالات خراب شوي دي.

شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه.

د پيښور د هغه وخت کمیشنر صاحبزاده محمد انيس د شکيل اپريدي سزا لس کاله کمه کړې وه او صاحبزاده انيس د 2013م کال په اکتوبر کې په اسلام اباد کې په مرموز ډول د اور لګېدو په پيښه کې مړ شو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG