لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملت پاله ګوندونو د مريم نواز د هزاره صوبې جوړولو بيان غندلی


د مريم نواز د هزارې صوبې جوړولو بيان ته په خېبرپښتونخوا کې ملت پالو ګوندونو سخت غبرګون ښودلی او دغه بيان یې غندلی دی.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبر پښتونخوا مشر اېمل ولي خان په ټويټر ويلي، وړاندې هم د خېبر پښتونخوا د وېشتلو هڅې شوي دي، په کوم کې چې ن ليګ ناکامه شوی دی.

هغه ویلي، په موجوده ملکي حالاتو کې د سياسي ګټو د پاره داسې بيانونو ورکولو سره اتحاد ته تاوان رسېدی شي،او خېبر پښتونخوا وړه صوبه ده او پنجاب د ملک د ټولو لويه صوبه ده اول دې د جنوبي پنجاب د صوبې جوړولو وعده پوره کړی شي.

د مسلم ليګ ن مرستیالې مشرې مريم نواز دوه ورځې وړاندې په اېبټ اباد کې د خپل ګوند د غړو يوې غونډې ته په وينا کې ويلي وو، "زما زړه غواړي چې هزاره صوبه جوړه شي او که مسلم ليګ ن په اکثريت سره په حکومت کې راځي زه به ستاسو سره د دې حق دپاره ودرېږم".

د قومي وطن پارټۍ مرکزي مشر طارق خان ډيوه ته وويل دوی د مريم نواز د هزارې صوبې د جوړولو د بيان غندنه کوي.

نوموړي وويل په خېبر پښتونخوا کې بدامني زياته شوې بايد چې مريم نواز دلته په روانې بدامنۍ په اړه خبرې کړی وی. "ايا د پاکستان او خاص کر د پښتونخوا د عوامو يواځې دا مسله ده چې هزاره صوبه دې جوړه کړي شي؟ پښتونخوا کې روزانه دهماکې کيږي په لسګونو خلک پکې وژل کيږي، مريم نواز په هغې باندې خبرې ولې نه کوي، په پنجاب کې سرايکي صوبه ولې نه جوړوي، دا د خلکو د بنيادي منصوبو نه توجو اړول دي".

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د خېبر پښتونخوا مشر محمد علي وايي دو د حکومت ملاتړ د جمهوريت د بالادستي د پاره کوي، خو د داسې بيانونو غندنه کوي، نوموړي ويل دوي غواړي چې په بلوچستان او پنجاب کې شاملې د پښتنو علاقو او د خېبر پښتونخوا يو لويه صوبه جوړه شي.

"ټول پنجابيان، سنديان او بلوچيان په يوه اسمبلۍ کې ناست دي، خو پښتانه په درېو اسمبليو کې ناست دي، انګرېز دا خلک تقسيم کړي دي، اوس دوی وايي چې پاکستان ازاد دی، لهذا دا زمونږ تاريخې حق دی چې د پښتنو يوه صوبه جوړه کړی شي".

مريم نواز يا مسلم لیګ ن د ملت پاله ګوندونو عکس العمل ته له هم څه ځواب نه دی ویلی.

وي او اې ډیوه په خېبرپښتونخوا کې تېر دوه ځله حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف د مشرانو سره څو ځله د تماس هڅه کړې چې د هزاره صوبې په اړه یې د ګوند نظر معلوم کړي خو دوی ځواب نه دی ويلی خو د صوبې د خزانې پخواني وزير تېمور سليم جګړه په ټويټر ويلي چې عوامي نېشنل ګوند به د دغې خبرې غندنه وکړي که ونه کړي.

خو په صوبه کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند په لومړي حکومت کې په کال 2014 کې د هزاره صوبې جوړولو او خېبرپښتونخوا صوبې د نوم بدلولو دپاره دوه قراردادونه منظور کړی شوي وو، کوم چې د هغه وخت واکمنه ګوند تحريک انصاف وړاندې کړي وو.

هغه وخت عوامي نيشنل پارټۍ، پاکستان پيپلز پارټۍ، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او مسلم لیګ ن د صوبايي اسمبلۍ غړو د هزارې صوبې جوړولو لپاره د وړاندې کړل شوي قرارداد مخالفت کړى وو.

او دغه کار ته د تحریک انصاف ګوند سیاسي سازش او د خپلو ووټونو پېدا کولو ناکامه کوشش ويل شوی وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG