لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې د امن دپاره د "اولسي پاڅون" احتجاجي غونډه وشوه


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بنو کې احتجاجي غونډې ته د وینا په حال کې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په بنو کې احتجاجي غونډې ته د وینا په حال کې

په بنو کې د امن د خرابېدو او په وسایلو د واک ترلاسه کولو لپاره د "بنو ولسي پاڅون" په نوم احتجاجي غونډه شوې چې په کې د سیاسي او غیرسیاسي ګوندونو په زرګونو خلکو ګډون کړی دی.

د غونډې پرمهال احتجاج کوونکو سپين او تور بيرغونه پورته کړي وو او په علاقه کې یې د امن غوښتنه کوله.

غونډې ته د وینا پرمهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې پښتانه د مذهبي او سیاسي ګوندونو په نوم ویشل شوي چې له امله یې قامي فکر محدود شوی دی، خو که د ناامنۍ پر وړاندې مبارزه همداسې روانه وي، د بې امنۍ لامل جوړ شوي عناصر به پخپله د سیمې په پریښودلو مجبور شي.

منظور پشتین د ناامنۍ تور د پاکستان په پوځ او حکومت پورې کوي خو پوځ وایي په خپله د ناامنۍ ښکار دی چې په کې د ګڼ شمېر عسکرو په تاوان یې وسله والو ته پراخه ضربونه لګولي دي.

پښتین ویلي: "د پښتنو کلتور، تاریخ، دود او دستور خوندي نه دی چې د ملي یووالي یوه وړه بېلګه ده، خو که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، هغه ورځ لېرې نه ده چې زموږ ژوند او مال به خوندي وي او زموږ راتلونکي نسلونه به د امن او خوشحالۍ ژوند تیر کړي."

د پي ټي اېم مشر زیاته کړې ده چې د دوو میاشتو راهسې روان د یووالي پاڅونونو څخه جنګسالاران په تېښته شوي او که دا یووالی دغسې منظم پاتې شي، بیا د دوی خاوره د دنیا یو قوت ناامني ته نه شي سپارلی.

په احتجاج کې حاضرو وینا کوونکو وویل د پېښور جماعت چاودنې او بنو سي ډي مرکز کې اوښتي د ټول ځاني او مالي زیانونو تفصیل دې وړاندې کړی شي، لکي مروت کې دې د تندروۍ په نامه عملیاتو مخنیوی وشي او په ټوله پښتنه سیمه کې دې د دغه قسمه عملیاتو نه ډډه وشي چې په کې عام ولس د زیانونو سره مخ کیږي.

په لکي مروت کې تیره میاشت امنیتي ځواکونو د وسله والو پرضد عملیات پېل کړي وو او د پاکستان پوځ دې عملیاتو کې د دولسو ترهګرو د وژلو دعوه کړې ده. مګر ځايي خلکو د عملیانو پرخلاف احتجاجي مظاهرې کړې وې او ویل یې چې د عملیاتو په پایله کې عام ولس د مشکل سره مخ شوی دی.

په ننۍ ولسي غونډه کې د جنوبي وزیرستان قامي اسمبلۍ غړي علي وزير د خوشي کېدو ترڅنګ د حنيف پښتين د خوشي کېدولو غوښتنه هم وشوه.

د علي وزیر په ټولو مقدمو کې ضمانتونه منظور شوي او په حنیف پښتین د خفیه ادارې د یوه اهلکار د وژلو تور دی.

وينا کوونکو وويل چې د بنو په غربي بلاک کې د تېلو موندلو وروسته دې په دې قدرتي وسایلو د ځایي خلکو حق ومنل شي.

غونډې ته د عوامي نیشنل د صوبې عمومي سیکتر سردار حسین بابک هم وینا وکړه او ویې ویل چې په هیواد کې دوه آئینونه نه مني. د هغه وینا وه چې په یو آئین عمل کېدل غواړي چې په کې د هر وګړي حقوق محفوظ وي.

سردار حسین بابک زیاته کړه: "د ساتنې لپاره، پولیس زمونږ خپل دی په شریکه به د ناامنۍ لارې تړو او نور د ترهګرۍ په نوم د خاوره جنګونو زغم نه لري."

دې غونډې ته وینا کوونکو د پاکستان په مطبوعاتو او په ځایي انتظامیې هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې خبرونو کې د دوی احتجاجي غونډو ته ځای نه ورکړل کیږي.

وي او اې د انتظامیې سره د رابطې هڅه وکړه خو ځواب یې ترلاسه نه کړو. یاده دې وي چې ځایي پولیسو د اتوار/یکشنبې ورځې احتجاجي غونډې امنیت خوندي کړی و.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG