لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي وایي پاکستان ته د امریکې د پلاوي راتګ به د دواړو هېوادونو خرابې اړیکې بیرته ښې کړې


پېښور ـــــ د امريکا د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړې ډله د پاکستان سفر کوي او د اعلي چارواکو سره به د دواړو هيوادونو ترمنځ په وروستيو کې اغېزمن شوو اړيکو د بيا بحالۍ تر څنګ په نورو مهمو چارو خبرې اترې کوي.

څېړونکي وايي د عمران خان په تېر شوي حکومت کې د امريکې سره د پاکستان اړيکې د بد اعتمادۍ ښکار شوې وې خو پاکستان او امريکا يو بل ته ډېر ضرورتونه لري او اوس مهال د دواړو هيوادونو د اعلی چارواکو ترمنځ کېدونکی ملاقات به د پاکستان او امريکې د اړيکو په بيرته بحالۍ کې مهم کردار ولوبوي.

د امريکې د خارجه محکمې قونصلر ډيريک شولي په مشرۍ لوړپوړی پلاوی به د اسلام اباد سفر کوي.

په پېښور پوهنتون کې استاد پروفيسر دروېش اپريدی وايي پاکستان تل د خپلې سېوا ابادۍ، سيمه یيزو حالاتو او خراب معاشي حالت له کبله د غربي نړۍ نه ګټه پورته کړې ده خو بل لوري ته امريکا او پاکستان يو بل ته اړتيا لري نو ځکه د اړيکو بيرته بحالي به د دواړو په ګټه وي:

"زه فکر دا کوم چې د پاکستان امريکي ته ضرورت او د امريکي پاکستان ته ضرورت دي هغه د يو بل د ضرورتونو د لاندي يو بل ته رانزدي کيږي او يوي نتیجې ته به د رسېدو کوشش کوي چې په مفاداتو کې تضاد راځي هغه کم کړي او همکارۍ ته خبره يوسي".

مطبوعاتو د امريکي د خارجه وزارت په حواله ليکلي دي چې د روانې مياشتې د فرورۍ د 14 نه تر 18 نېټې پورې به دغه وفد د بنګله دېش او پاکستان په سفر وي او په دې مهال به د سرکاري چارواکو، د مدني ټولنې غړو او سوداګرو سره ویني.

نن د امريکا د خارجه وزارت وياند نيډ پرايس مطبوعاتو ته ويلي چې پاکستان سره مرستو ته درناوی لري او وایي یو سوکاله او جهموري پاکستان د امريکا په ګټه دی. نوموړي ويلي پروپیګنډې، د دروغو او بې بنياده الزامات به په دوه اړخيزه اړيکو کې خنډ جوړ نه شي.

ياده دې وي چې د پې ټي ایي مشر عمران خان تېر کال د خپل حکومت ختمېدو وروسته په امريکه تور پورې کړی وو چې د هغه حکومت لرې کولو په شا د امريکا لاس وو، خو د امريکې حکومت دغه تورونه وار په وار رد کړي دي.

عمران خان هم څو ورځې وړاندې وي او اې سره په يوه مرکه کې له دغه دريځ نه بیرته په شا شوی دی.

د پېښور پوهنتون د سياسياتو استاد پروفېسر محمد زبېر بيا وايي د پاکستان او امريکې اړيکې د تاريخ په اوږدو کې په دې لاندې باندې پاتې شوې دي او تېر پې ټي ایي په حکومت کې چې دوه اړخيزه تعلقاتو ته څومره زيان رسېدلی له دې دومره کله هم په تاريخي توګه نه دي ليدل شوي:

"دا اوس يو ښه موقع ده چې پاکستان پخپله بهرنۍ پالیسي نظرثاني وکړي چې تعلقات دي زمونږ د نورو ملکو او خاص کر د امريکې سره څومره په ښه کېدو باندې څومره کار کېدلی شي هغه وکړي".

ډاکټر محمد زبېر هيله من دی چې راتلونکي وفد به د سيکیورټي په برخه کې خبرې اترې کوي ځکه چې په تاريخي توګه د امريکې او پاکستان د سيکیورټي او معيشت په اړه ژورې اړيکې پاتې شوې دي.

بل لور ته ډاکټر دروېش اپريدی زياتوي د امريکا او د غربي نړۍ نه بغير پاکستان ته وړاندې تګ به ډېر ګران وي:

"زه فکر کوم په راتلونکي کې هم د غرب نه بغير د پاکستان ګزاره نه کيږي، د چين د کيمپ سره د ده تلل په ګټه باندې به نه وي پاکستان به دا کوشش کوي چې نان الاينډ [بې طرفه] پاتې شي".

څېړونکي وايي په تېرو څلور کالو کې دوو مهمو نکتو د پاکستان او امريکې تر منځ اړيکو ته ډېر نقصان رسولی دی، چې يو د پخواني وزيراعظم عمران خان له خوا د خپل حکومت ختمولو په امريکي بې بنياده الزام پورې کول او بل په افغانستان کې د اشرف غني په مشري د جمهوري حکومت ختمېدو وروسته د طالبانو د واکمنۍ تود هرکلی کول دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG