ملګرو ملتونو د ترکي د پاره له نړۍ نه د يو ارب ډالرو د مرستو غوښتنه کړې
په ترکي او شام کې لس ورځې وړاندې راغلې خونړۍ زلزله کې د مړو شمېر له ۴۲۰۰۰ نه زیات شوی.
مرستندویه ډلې اوس هم د ړنګو شويو ودانیو لاندې د ژونديو خلکو لټون کوي.
بلخوا د ناټو مشر ين سټولټنبرګ تېره ورځ ترکي ته تللی او هلته يې د صدر طيپ اردوان سره ليدلي او د زلزله ځپلو سيمو جاج يې اخيستی.
دا ټول تفصيل د ډيوه همکار بختور شاه په خپل رپوټ کې وړاندې کوي.