لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د سیاسي بيانونو په ځای به حکومت او رياستي ادارو ته د ترهګرۍ پر ضد په واضحه تګلاره يو کېدل وي


څيړونکي د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري د ترهګرۍ په اړوند دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري تور لګولی چې تېر د عمران خان په حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سره بغېر د وسلې اېښودې د شرط نه مذاکرات پېل کړی شوي وو، او د هغې له امله د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګ لارې ته زيان اوښتی دی.

په جرمني کې د امنيت په موضوع د غونډې په مهال [سي اېن بي سي] سره په مرکه کې بلاول بټو زرداري ويلي، د بدقسمتۍ نه په کابل کې د تېر حکومت ختمېدو وروسته پاکستان کې تېر د تحریک انصاف حکومت د تحریک طالبان پاکستان سره د وسلې اېښودو د شرط نه بغېر مذاکرات پېل کړي وو.

څيړونکی او د پېښور پوهنتون استاز ډاکټر محمد خورشيد د خارجه وزير دغه بيان سياسي بولي او وايي په روانو کړکېچنو حالاتو کې چارواکو ته د يوې رياستي پاليسي لاندې خبري کول پکار دي.

"بلاول بټو زرداري که دا وايي دلته کې دې يو داسي پاليسي وي چې زما نه دې جي ايچ کيو يا ملټري اسټمبلشمنټ هم رانه ناراضه نه شي او زما کوم الزام چې دی په سياسي قوتونو باندې واچوم نو زما خپل خيال دا دی چې دا خو به ده ته سياسي فايده ورکوي خو تر پاليسۍ تر حده پورې، او مونږ دا ويلي شو د قوم کومه خبره ده په هغي کې ماته نه ښکاري چې يوه واضحه خبره وي ځکه چې دا ډير کنفيوژن پيدا کوي".

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه یې په جواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې بيا د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

د پاکستان د بهرنيو چار وزير په مرکه کې ويلي چې موجوده حکومت او عسکري قيادت د خوشامندۍ پاليسي په مکمله توګه پرېښودې ده.

د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکی خبريال رفعت اورکزی وايي په تيرو دوه لسيزو کې د پاکستان واکمنو ته موقعې په لاس ورغلې وې چې په ترهګرۍ یې بری موندلی شو خو د لنډ مهاله پاليسو لکبله هغې ته تاوان اوښتی دی.

"دا په دې انحصار لري چې زمونږ پاليسي ساز څومره سنجيده دي ايا دا څيز به دوي په سنجيده انداز کې وړاندي بوځي يا نه بوځي نو د خطې سياست، حالات او ورسره دلته چې زمونږ پاليسي ساز دي د هغوي سنجيدګي دا ټول چې ته راغونډ کړې نو دا حقيقتونه دي که په دي باندې کار وشي نو بيا هر يوه خبره که څومره هم نامکننه وي په هغې قابو موندلی شي".

څيړونکي وايي که څه هم پاکستان کې د ترهګرۍ ضد يوه واضحه پاليسي په نظر نه راځي خو بلاول بټو زرداري ويلي، باور لري چې په ملک کې د موجودو ترهګرو په مقابله کې به کامياب شي.

هغه ويلي، څو پورې چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطرې له منځه نه وي وړل شوي پاکستان به د لوړې کچې امنيتي اندېښنو سره مخ وي.

ډاکټر خورشيد وايي، چې څه ډول افغانستان کې د يو ټولشمول حکومت وړانديزونه ورکول کيږي دا ډول پاکستان کې هم د ترهګرۍ ضد يوه شريکه پاليسي د وخت تقاضه ده.

"څنګه چې ويل کيږي چې په افغانستان کې ټولشمول اپروچ پکار دی نو په دې ملک [پاکستان] کې هم يو ټولشموله اپروچ پکار دی چې په هغې کې رياستي ادارې، سياسي قوتونه، په هغې کې زمونږ معاشره پکار ده چې دا ټول خلک په يو ځای وي او دا به يو ځای ته هغه وخت راځي چې د خلکو اعتماد د ادارو سره شي د ادارو د خلکو سره شي او دغه شان د حکومتونو د ادارو سره شي او دا هغه خبرې دي چې يو بل سره تړلي دي".

څيړونکي وايي د پاکستان دوه مخې رياستي پاليسو تل هېواد ته تاوان اړولی دی، او دغه لارې چارې د هيواد د بدنامۍ سبب ګرځېدلي دي.

له دې وړاندې بلاول بټو زرداري چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې په يو پینل کې په خبرو کې ويلي وو، چې نړیواله ټولنه دې د افغان طالبانو د حکومت نه وغواړي چې د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعدې د ترهګرو ډلو له احتمالي ګواښونو سره د مبارزې په برخو کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.

خو په افغانستان کې واکمنو طالبانو د بلاول د بيان په غبرګون کې ویلي وو چې "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی".

د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې، پاکستان ته مشوره ورکړې چې "په نړیوالو کانفرانسونو کې د شکایت پرځای دې دوه اړخیز مسایل مخامخ له افغان حکومت سره بحث کړي".

[په دې خبر کې ځينې معلومات د ډیوه خبريال فضل عزيز شريک کړي دي].

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG