لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره پرانستل شوه


د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازه نن د خالي/ شنبې په ورځ [25 جنورۍ] د هر ډول تګ راتګ او ټرانزټ دپاره پرانستل شوه.

د تورخم مرستيال کمشنر ارشاد مومند وي او اې ډيوه ته د تورخم دروازې پرانستل تاييد کړه چې نن د سهار راهسې دروازه د هر ډول پېدل تګ راتګ، ناروغانو او تجارتي ګاډو دپاره پرانستل شوه.

او په تورخم د ګمرکاتو مرستیال مشر [اسټنټ کمشنر کسټم] ياور حيات وي او اې ډيوه ته وويل د تورخم دروازه پرون په مشروط ډول پرانستل شوې او نن پوره پرانستل شوه د دواړو خواو نه پرې هر ډول تګ راتګ روان شوی دی.

سرچينو پرون د جمعې په ورځ وي اې ډیوه ته ویلي وو د افغان طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمينځه د پولې په مکمله توګه پرانستلو په لړ کې درې وارې ناستې شوي خو ختمي پرېکړه يې نه وه شوې.

او په افغانستان کې واکمنو طالبانو پرون ويلي، "تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه د افغان او پاکستاني مسولينو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه، چې پښتونخوا څخه به هېواد ته يواځې افغان مسافرين او افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني مسافرين پرېښودل کيږي".

په 19 فرورۍ طالبانو د تورخم دروازه تړل شوې او بيا د دواړو خواو نه په يو بل ډزې هم شوې وې او د دواړو غاړو نه بيا دروازه د هر ډول تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

او بيا په 20 فرورۍ په پوله موجود يو پاکستاني چارواکي د تورخم تحصيلدار غنچه ګل وي او اې ډيوه ته ویلي وو چې د طالبانو له لوري پوله د ناروغانو سره د بل تن راپرېښودو په شخړه بنده شوې، خو طالبانود ناروغانو ذکر نه وو کړی خو ويلي یې وو چې پاکستان خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

درې ورځې وړاندې يو جګپوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو د پاکستاني پلاوي سره یې د تورخم او چمن په پولو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG