لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور هایکورټ د ډاکټر شکيل اپريدي او نورو په درخواستونو باندې د ټرايبیونل د بيا جوړولو امر کړی


ډاکټر شکیل اپریدی.
ډاکټر شکیل اپریدی.

پېښور/ واشنګټن ــــ د پېښور هایکورټ د پخوانيو قبایلي سيمو د ايف سي آر ټرايبيونل یا عدالت له خوا د 11 پرېکړو خلاف درج شویو درخواستونو د اورېدو په وخت دوه ځله د ټرايبيونل جوړولو امر کړی دی. په دغو درخواستونو کې د اسامه بن لادن د معلومولو په تور نیول شوي ډاکټر شکیل اپریدي اپیل هم شامل دی.

د پېښور هایکورټ درې کسيز بينچ د پنجشنبې- زيارت په ورځ دا فيصله د صحبت خان په نوم کس په اپيل باندې کړې ده، درخواست کوونکي د قبايلي سيمو د پخوانۍ انتظاميې له خوا د فرنټېر کرایمز ريګولېشن (اېف سي آر) قانون په بنیاد ده ته ورکړل شوې سزا چېلنج کړې وه.

خو د هایکورټ درې کسيز بېنچ د صحبت خان له درخواست سره سره په عدالت کې د درج شويو نورو 106 اپيلونو او درخواستونو د بيا کتنې او څېړلو امر کړی دی.

عدالت د ایف سي آر ټرایبیونل یا عدالت د بیا جوړولو امر کړی دی چې وایي د شکیل اپریدي د درخواست په ګډون لږ تر لږه 11 اپیلونو یا درخواستونو ته له سره کتنه او ارزونه یې وکړي.

ډاکټر شکیل اپریدي د پخوانۍ قبایلي سیمې خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ د پرېکړې خلاف په هایکورټ کې اپیل کړی وو.

د پښتونخوا حکومت تر اوسه د پېښور هایکورټ د دې پرېکړې په اړه په رسمي توګه‌ رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو د ډاکټر شکیل اپریدي ورور جمیل اپریدي د محکمې پر دې پرېکړه اعتراض کړی او وایي دا عجیبه خبره ده چې قبایلي سیمې اوس په قانوني‌ لحاظ بېخي شته نه نو د دوی عدالتي نظام یا ایف سي آر ټرایبیونل به څنګه جوړیږي.

جمیل اپریدی پوښتنه کوي چې ایا د قبایلي سیمو د ټرایبیونل له بیرته جوړېدو سره به یې پرېکړې د عملي کېدو وړ وي که به نه وي؟ هغه وي او اې ته وویل:

"ډاکټر شکيل له تېرو 12 کلونو راهيسې د يوې ناکړي ګناه په تور بندي دی او له خپلو جایزو انساني، قانوني او آییني حقونو بې برخې ساتل کېږي."

شکیل اپریدی د 2011م کال د مې په 23مه د پاکستان استخباراتي ادارو د اټک ضلعې په حدودو کې نیولی وو، چې بیا يو کال وروسته د خيبر قبايلي سيمې د تحصيل باړې د مرستیال پوليټيکل ايجنټ دفتر ته وړاندې کړل شو او د ترهګر تنظيم «لشکرِ اسلام» د ملاتړ په تور د 33 کاله بند او درې لکه روپۍ جرمانې سزا ورته واورول شوه.

ډاکټر شکیل اپریدی له تېرو څو کلونو راهیسې د پنجاب په ساهیوال جېل کې بندي دی چې وخت په وخت یې د ناروغۍ رپوټونه هم مخې ته راځي او په تېره فرورۍ میاشت کې یې ورور جمیل اپریدي تور پورې کړی وو چې په هغه باندې په جېل کې تشدد شوی دی. د پنجاب د زندانونو چارواکو په دې اړه څه نه وو ویلي.

پېښور هایکورټ د پنجشنبې- زیارت په ورځ په خپله فیصله کې د فوجداري نوعیت 89 مقدمې د قبایلي سیمو د پخوانیو انتظامي چارواکو د پرېکړو خلاف درج شوي اپیلونه د بیاکتنې او ارزونې لپاره د ضلعې سرکاري وکیلانو ته لېږلې دي.

همدارنګه په شپږو مقدمو کې د پخوانيو قبايلي سيمو د انتظامي افسرانو د پرېکړو په ضد جمع کړل شوي درخواستونه هم د اړوندو قبايلي ضلعو سېول يا عدالتي افسرانو ته د څېړلو او بیاکتنې لپاره لېږل شوي دي.

د پېښور هایکورټ وکيل طارق افغان ایډوکيټ وايي، په پښتونخوا صوبه کې د پخوانیو قبایلي سیمو تر شاملېدو وروسته د ايف سي آر ټرايبيونل هم وجود نه لري خو وایي اوس عدالت له صوبايي حکومته د دې ټرایبیونل د بیا جوړولو غوښتنه کړې چې دغه 106 مقدمې حتمي شکل ته ورسوي.

طارق افغان دعوه وکړه، چې په دغو اکثرو مقدمو کې تورن او یا هم اغېزمن کسان په ممکنه توګه د خپل سپیناوي‌ او دفاع له حقه محروم ساتل شوي وو او د عدالت په پرېکړه کې په همدې بنیاد د دغو ملزمانو یا اغېزمنو حق منل شوی دی.

یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو څخه ژباړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG