لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: په ما باندې شوې حمله بخښم، هر چا سره خبرو اؤ روغې جوړې ته تیار یم


دخپلو سیاسي مخالفینو سره دخبرو نه انکاري دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر ویلي دی د هر چا سره خبرو اترو اؤ روغې جوړې یا سازي ته تیار دی.

عمران خان وایي په ده چې کوم برید شوی دهیواد له خاطره دهغې بخښلو ته هم تیار دی اؤ وایي نن چې پاکستان په کوم ډګر ولاړ دی ټولو ته به ددې حالاتو نه دملک ویستلو لپاره یو کیدل وي.

تر دې یوه ورځ وړاندې عمران خان ویلي وؤ هغه د اسټیبلشمنټ سره هیځ رقم جګړه نه لري خو داسې ورته ښکاري چې دپوځ سرلښکر یې خپل دښمن ګڼي.

دعمران خان دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې دپاکستان مرکزي وزیرې اؤ دپیپلز ګوند وتلې مشرې شیري رحمان ویلي عمران خان وړومبی دخلکو ګریوانونو ته دلاس اچولو ګواښونه کول خو چې ګواښونو یې کار ونه کړو نو اوس دخلکو پښو ته لویدلی دی ا‌ؤ منتونه یې پیل کړي دي.

د خالي- شنبې په ورځ خپلو پلویانو ته په ویډیوي بڼه خپله وینا کې عمران خان ویلي، اماده دی چې هر چا سره خبرې وکړي اؤ یو سازي ته ورسره ورسي .

هغه ویلي سیاستدانان دټولو سره خبرې کوي اؤ هیچا پسې خپلې تمبې نه پورې کوي خو هغه ددې سره سمه پوښتنه هم کړې ده چې کوم خلک دملک پیسې پټوي هغوئ سره څنګه سمجهوته(تړون) کیدای شي؟

هغه دپوځ په پخواني سرلښکر تور لګولی چې له ده څخه یې غوښتي وؤ چې باید خپلو سیاسي مخالفینو ته این ار او ورکړي خو عمران خان وویل" زه څوک یم چې د ولس پیسې به دوئ ته بخښم"

عمران خان وویل چا چې پرې برید کړی ؤ هغوئ ورته ښه معلوم دي خو وایي دهیواد له خاطره دهغوئ بخښلو ته هم تیار دی.

تېر کال په دریم نومبر دپنجاب وزیراباد سیمه کې دعمران خان داحتجاج په کینټنیر ډزې شوې وې چې پکې پخپله عمران خان اؤ دهغه دګوند ځینې نور مشران ژوبل شوي اؤ یو تن وژل شوی ؤ.

ددغه برید پړه وروسته عمران خان دپوځ په یو لوړ پوړي افسر، دملک په وریراعظم اؤ دکورنیو چارو په وزیر ور اړولې وه اؤ دهغوئ پرضد یې دایف ایي ار درج کولو غوښتنه هم کړې وه.

تېره ورځ لاهور کې خبریالانو سره دلېدنې په مهال ښاغلي خان ویلي وؤ دی د اسټییبلشمنټ سره هیڅ جګړه نه لري خو چې څوک ورسره خېرې ته تیار نه دی نو څه کولی شي؟

دپاکستان دچاپیریال دساتنې مرکزي وزیرې اؤ دپیپلز ګوند وتلې مشرې شیري رحمان دعمران خان څرګندونو ته خپل غبرګون کې ویلي دعمران خان دګواښونو اؤ بلیک میلنګ حکمت ناکامه شوې ده اؤ هغه اوس یو وارې بیا اسټیبلشمنټ ته منتونه اؤ زارۍ شورو کړې دي.

پخپل یو بیان کې شیري رحمان ویلي عمران خان وړومبی په ملکي ادارو اؤ امریکې تورونه لګول خو بیا یې وړومبی امریکې سره د "خوشګواره" اړیکو جوړولو خبره وکړه اؤ اوس وایي چې اسټیبلمشنټ سره د "خبرې" کولو ارزو مند دی.

دشیري رحمان په خبره ؛دا سیاست نه منافقت دی؛

هغه وايي عمران خان دپوځ نوي سرلښکر ته دخبرو اترو نه بلکې دهغه بیا واک ته د رسولو لپاره منتونه اؤ زارۍ کوي ځکه چې تحریک انصاف ته اقتدار ترلاسه کولو لپاره د اسټیبلشمنټ د ډانګورو ضرورت دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG