لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو او ټانک ضلعو کې چاودنې - درې کسان وژل شوي، دوه ژوبل


د خېبرپښتونخوا د بنو سیمې په بکاخېل منډۍ او ټانک ضلعه کې شوو بیلا بیلو چاودنو کې درې ملکي کسان وژل شوي او دوه نور ټبیان شوي دي.

پولیس دا پېښې تاییدوي او وایي دا پېښې د بنو بکاخېل او د ټانک په حیدر کلي کې شوې دي.

د بنو پولیسو په وینا چاودنه نن غرمه د بکا خېل منډۍ سیمه کې دسړک د پاڅه شوې چې دغلته په یو موټر سایکل کې چاودیدونکي مواد پرځای کړل شوي وؤ.

د دوی په وینا چاودنه کې دوه لاروي وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي چې بنو سیمه کې روغتون ته وړل شوي دي.

د پولیسو وینا ده چاودنه هغه مهال شوې چې حکومت ته تسلیم شوي د طالبانو مهم کمانډر قادر جان په شخصي ګاډي کې روان وو او زیات امکان څرګندیږي چې ددې چاودنې هدف د طالبانو پخوانی کمانډر و خو هغه ته چاودنه کې کوم زیان نه دی اووښتی.

ویل شوي له دې پېښې وروسته امنیتي ځواکونو ټوله سیمه ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي .

د دې پېښې ترڅنګ تیره ورځ د ټانک ضلعې په حیدر کلي کې یوه چاودنه شوې چې پکې یو تن وژل شوی دی.

د ټانک ضلعې دصدر تاڼې پولیس چارواکي وایي د وژل شوي تن په موټر سایکل کې بارودي توکی پرځای کړل شوي وو خو دا نه شي ویلی چې هدف یې څوک و؟

دا پېښې په داسې حال کې رامنڅته شوې چې د لکی مروت او بنو ضلعو په زیاتره سیمو کې د امنیتي اندیښنو له امله دموبایل فون اسانتیاوې ځنډول شوي او د امنیتي ځواکونو لخوا د وسله والو پرضد عملیات دوام لري.

د صوبې د پولیسو مشر اختر حیات خان تیره ورځ د بنو سفر کړی اؤ په دغه مهال هغه د پولیسو دستاینې په ترڅ کې ویلی وؤ د ترهګرۍ په وړاندې د خیبر پښتون خوا او په ځانګړي ډول د بنو ډویژن پولیس په ډیر زړورتیا سره په لومړي صف کې ولاړ دي چې دسرونو په تاوان د ولس ساتنه کوي.

د پولیسو مشر ویلي وؤ د ترهګرۍ او نورو شرخوښو عناصرو مخنیوي د پاره پولیسو ته نورې وسلې او جدید مهمات ورکړل کیږي چې د ناامنۍ مخه ونیول شي .

د صوبې د بولیسو مشر دا خبرې په داسې حال کړي چې په دې ورستیو کې په بولیسو د بریدونو کولو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تېرماښام هم د ډيره اسماعیل خان دکلاچۍ تاڼې په روهړي پوسته ترهګرو د راکټ لانچرو حمله کړې ده چې دپولیس په وینا یو عسکر پکې ژوبل شوی دی.

له دغه برید وروسته داتوار په ورځ دخېبر پښتونخوا پولیس مشر اخترحیات ګنډاپور ډیره اسماعیل خان سیمې ته رسیدلی دی اؤ هلته یې پولیس دربار ته خپله وینا کې هوډ ښکاره کړی چې پولیس به د ولس دحفاظت لپاره دترهګرو مخې ته په کلکه ولاړ وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG