لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: امنیتي ځواکونو سره نښته کې د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې ده


امنیتي سرچینې وایي د افغانستان سره په پوله پرتې دخېبر پښتونخوا جنګ ځپلې قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې دترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي اؤ ترهګرو سره نښته کې لږ تر لږه د شپږو وسله والو د وژل کیدو دعوې شوي دي.

امنیتي سرچینو رسنیو سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي دا عملیات دامنیتي ځواکونو لخوا وروسته له هغې ترسره شوي چې په سیمه کې دترهګرو د شتون کره اطلاع ترلاسه شوه.

د امنیتي چارواکو په وینا ځواکونو ته اطلاع شوې وه چې دترهګرۍ بیلابیلو پېښو اؤ بمي چاودنو کې ککړ ترهګر د دته خېل تحصیل محمد خېل سیمه کې دبرید پلان جوړوي.

د دوی وینا ده په دغه اطلاع چې کله امنیتي ځواکونه دعملیاتو لپاره سیمې ته ورسیدل نو ترهګرو پرې له بیلابیلو اړخونو ډزې شورو کړې .

د امنیتي سرچینو له مخې په دغه مهال د امنیتي ځواکونو ځوابي ډزو کې شپږ ترهګر وژل شوي اؤ دهغوئ د ولکي نه درنې وسلې هم ترلاسه شوې دي.

امنیتي ځواکونو دې عملیاتو کې د وژل شوؤ ترهګرو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو دعوه یې کړې ده چې عملیاتو کې وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو ترسره شوؤ بریدونو اؤ یو شمیر بمي چاودنو کې ککړ وؤ.

سرچینو دې عملیاتو پرمهال وسله والو سره د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي .

تر دې مهاله دعملیاتو په اړه د پاکستان دپوځ په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.

پوځ د مارچ په څلورمه په قبایلي ضلعه شمالي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې د یو ترهګر د وژلو دعوه کړې وه.

په دې وروستیو کې دخېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو ترهګریز بریدونه چټک شوي .

د فرورۍ په 27مه په شمالي وزيرستان کې د مشکوکو وسله والو او د امنیتي ځواکونو په جګړه کې پوځ ویلي وو دوه عسکر او دوه وسله وال وژل شوي دي اؤ دفرورۍ په 14مه هم د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس ځواک (سي ټي ډي )دعوه کړې وه چې په شمالي وزیرستان کې د لاقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان وسله والو په سي ټي ډي بريد کړی او په ځوابي ډزو کې بيا څلور ترهګر وژل شوي دي.

په30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین جومات کې یو خونړي ځانمرګي برید کې 84 پولیس وژل شوي اؤ 200 نه زیات نور ژوبل شوي وؤ.

تېرکال په 18م دسمبر په بنو کې وسله والو د سي ټي ډي اهلکار او مرکز يرغمال کړی ؤ او بيا په 20م دسمبر په دغه مرکز پوځ عمليات کړي وو چې پکې د25 ترهګرو د وژلو دعوه شوې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG