لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د طالبانو د بلخ په والي د شوي ځانمرګي برید ذمه واري قبوله کړه


داعش ویلي چې دطالبانو دیو لوړي مشر د وژلو دا کاروايي یې نه وړومبۍ ده اؤ نه به وروستۍ شي.
داعش ویلي چې دطالبانو دیو لوړي مشر د وژلو دا کاروايي یې نه وړومبۍ ده اؤ نه به وروستۍ شي.

ترهګرې ډلې دولت اسلامیه یا داعش دافغانستان د شمالي ولایت بلخ د والي محمد داود مزمل په یو ځانمرګي برید کې د وژل کیدو ذمه واري په غاړه اخستې ده.

د داعش اړوند رسنۍ "اعماق" ویلي دداعش یو وسله وال دپنجشنبې په ورځ دټولو امنیتي خنډانو نه په تېریدو د ولایت مقام ته په ننوتلو کې بریالی شوی ؤ اؤ کله چې والي محمد داود مزمل خپل دفتر ته دننوتلو په حال کې ؤ نو د ولایت په تالار کې پرې دغه ځانمرګي برید کړی اؤ هغه یې دخپلو څو نورو ساتونکو سره وژلی دی.

داعش ویلي چې دطالبانو دیو لوړي مشر د وژلو دا کاروايي یې نه وړومبۍ ده اؤ نه به وروستۍ شي.

د شمالي ولایت بلخ د والي د وژنې دا ذمه واري داعش وروسته له هغې پغاړه اخستې چې دتېرې فرورۍ میاشتې په 27مه په افغانستان واکمنو طالب چارواکو دعوه وکړه چې د دوی امنیتي ځواکونو په پلازمینه کابل کې د داعش خراسان دوه مهم کمانډران وژلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ په دغو وژل شوؤ کمانډرانو کې په افغانستان کې د داعش د استخباراتو او عملیاتو دڅانګې مشر قاري فتح هم شامل ؤ.

طالبان چې د کال 2021 د اګست په مياشت کې په افغانستان کې په واک کې راغلي داعش پرې يو شمېر بریدونه کړي دي.

د تېر دسمبر په میاشت کې د افغانستان په شمال ختيځ ولايت بدخشان کې په چاودنه کې د بدخشان دپاره د طالبانو د پولیس مشر مولوي عبدالحق ابوعمر په ګډون درې تنه وژلي شوي وو.

د راپورونو ترمخه د دغه بريد زمه واري هم داعش منلې وه.

طالبان دعوه کوي چې د کله نه په واک کې راغلي په افغانستان کې یې امنیت ټینګ کړی خو وخت په وخت پرې چاودنې او بريدونه کيږي او دغه پېښې په کابل هم شوي دي.

طالبان بيا وخت په وخت د داعش د وسله والو د وژلو دعوې هم کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG