لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې تېر کال په 2123 ماشومانو جنسي تېری شوی دی


پاکستان کې دماشومانو دحقونو لپاره کارکوونکی غیر دولتي سازمان ساحل پخپل کلني رپورټ کې وایي چې تېر کال په ګرد هیواد کې په 2123 ماشومانو جنسي تېری شوی دی.

ډان ورځپاڼه کې خپور شوي دساحل ددې رپورټ ترمخه کال 2022م کې له هغې دمخکني کال په پرتله په ماشومانو تشدد کې 33 فیصدي اضافه شوې ده اؤ په دې کال کې هره ورځ تر12 په زیاتو ماشومانو تشدد شوی دی.

د څېړونکو وینا ده چې دپاکستان دننه په تیرو دریوؤ کلونو کې د ماشومانو په ضد دجنسي زیاتيو پېښو کې نوي فیصده اضافه شوې ده اؤ دوي وایي د اندیښنې خبره داده چې د جنسي تشدد نه وروسته د ماشومانو وژنو کې هم اضافه لیدل شوې ده.

دساحل رپورټ کې ویل شوي چې کال2022م کې 81 ماشومان له جنسي تیري وروسته وژل شوي اؤ په دې کال کې دماشومانو دتښتونو هم834 پېښې مخې ته راغلې دي.

رپورټ وایي تښتول شوؤ ماشومانو څخه په 178 ماشومانو جنسي تیری شوی اؤ شپږو نه نیولي د15 کالو عمرونو پورې په زیاتره ماشومانو تشدد شوی دی.

د رپورټ ترمخه دماشومانو دبې درکۍ428 پېښې مخې ته راغلي اؤ په کم عمرۍ د ودونو ټولې46 پېښې رپورټ شوې دي.

رپورټ وایي‌ په ماشومانو دتشدد تر ټولو زیاتې پېښې پنجاب صوبې نه مخې ته راغلې دي اؤ دې کې په ښاري سیمو کې دتشدد47 اؤ کلیوالو سیمو کې 54 فیصدي پېښې ریکارډ شوې دي.

دساحل د رپورت ترمخه تېرکال دهیواد په څلورو واړو صوبو ،اسلام اباد،دپاکستان د واک لاندې کشمیر اؤ ګلګت بلتستان کې په ماشومانو دجنسي تشدد ټولې 4253 پېښې مخې ته راغلې دي.

دې پېښو کې 712 ماشومانو سره بدفعلي شوې ده،په612ماشومانو جنسي تیری شوی اؤ576 ماشومانو سره دجنسي تیري هڅې شوې دي.

همدا شان رپورټ وایي چې 109 پېښو کې په ماشومانو جنسي تیری شوی اؤ د رسوایۍ ډکې ویډيوګانې ترې جوړې شوې دي اؤ په 81 پېښو کې ماشومان له جنسي تیریو وروسته وژل شوي دي.

رپورټ وایي دې پېښو کې 55 فیصده جینکۍ اؤ 45 هلکان دجنسي تیریو ښکار شوي دي.

دجنسي تېریو اؤ تشدد دې پېښو کې 71 فیصدي پېښې په پنجاب 15فیصدي سیند،8فیصدي اسلام اباد،4فیصدي خېبر پښتونخوا،2فیصدي بلوچستان،2 فیصدي ګلګت بلتستان اؤ 2 فیصدي دپاکستان د واک لاندې کشمیر کې مخې ته راغلې دي.

د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر وایس اف د ډیوه خبریال مدثر شاه ته ویلي د هر کال په تیریدو ماشومانو سره د جنسي تیریو پېښو کې اضافه په نظر راځي.

هغه وایي که دې تناسب ته وکتل شي نو تیرو دریوؤ کلونو کې د ماشومانو په ضد دجنسي تېریو پېشو کې نوي فیصده اضافه شوې ده. بل پلو ته د اندیښنې خبره ده چې د جنسي تشدد نه پس د ماشومانو وژنو کې هم اضافه شوې ده.

نوموړی وایي د جنسي زیاتي سره دمخ شوو ماشومانو عمرونه د 6 نه تر 11کالو پورې دي چې دې کې 55 فیصده جینکۍ او 45فیصده هلکان دي.

پوهان وایي اکثره په ماشومانو دجنسي تېریو پیښو کې ککړ تنان پټ پاتي شي اؤ کوم چې د پولیسو لخوا ونیول شي دهغوئ په هکله وروسته بیا چاته معلومه نه شي چې عدالت ورته څومره سزا ورکړه.

قانون پوهه میرمن خوشنود ذاکر خان ایډوکیټ وي او ای ډيوه ته وایي"که زمونږ ملک کې باقاعده سزا وه. عدالتي نظام اسان و نو ماشومانو سره به داسې زیاتي نه کیدل. زمونږ پولیس، عدالتي نظام، د مور پلار رویې مونږ ټول د ماشومانو سره دجنسي زیاتي او ددوي د وژنو ذمه وار یو"

تیر کال جون کې د پښتونخوا اسمبلۍ ماشومانو سره د جنسي زیاتي، ددوي دجنسي فلمونه جوړونکیو او د ماشومانو د جسماني اعضاو کاروباریانو ته د تیزندۍ یا عمري بند د سزا ورکولو قانون منظور کړی و.

د پښتونخوا د ماشومانو د تحفظ او ښیګړې کمیشن مشر اعجاز محمد خان ډيوه ته ویلي حکومت په لاندې کچه دولسو ضلعو کې 1066د ماشومانو د تحفظ کمیټۍ جوړې کړې دي.

هغه وایي ددې کمیټیو دجوړولو مقصد دادی چې میندو پلرونو، استاذانو او عامو خلکو کې د ماشومانو سره د زیاتي حساسیت سیوا کړی شي.

هغه وایي "که چرته کومه علاقه کې ماشوم سره زیاتی کیږي نو باید مونږ سره په 1121 رابطه وکړي"

پوهان وایي ماشومانو سره د جنسي زیاتي د مخنیوي لپاره باید هره صوبه تعلیمي نصاب کې ځانګړي مضامین شامل کړي اؤ باید هر ماشوم په دې پوهه کړی شي چې که یو تن ده ته په غلطه سترګه ګوري نو چې خپل مور پلار او استاذ په دې خبر کړي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG