لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

له ټي ټي پي سره د درو نورو ډلو تر یو ځای کېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ زیاتېدو اندېښنې


واشنګټن ــــ د پاکستان په پښتونخوا صوبه کې درې نورې مبینه وسلوالې ډلې د ریاستي ادارو په ضد جنګېدونکې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره یو ځای شوې دي، څېړونکي وایي په وروستیو کې د دې تنظیم پوځي قوت زښته ډېر زیات شوی دی.

په دغو وسلوالو ډلو کې چې له ټي ټي پي سره یو ځای شوې دي، یوه د بنو د ډومېل تحصیل د کمانډر محمد عمران ډله ده چې هغه د روانې مارچ میاشتې پر 16مه ورسره د یو ځای کېدو اعلان کړی وو.

همداسې د شمالي وزیرستان حاجي آفتاب داوړ د مارچ پر 21مه او د بنو د ډومېل تحصیل یو بل تن مولانا قطب الدین د مارچ پر 23مه له ټي ټي پي سره د ملګرتیا اعلان کړی وو.

د رپوټونو له مخې د دغو درېواړو ډلو مشرانو د تحریک طالبان پاکستان وسلوالې ډلې د مشر مفتي نور ولي مسید په لاس باندې بیعت هم کړی دی.

سیاسي څېړونکي وایي ټي ټي پي اوس د خپل فعالیت دایره نوره هم پراخوي او نور وسلوال هم ورسره ملګري کېږي، وایي په تېرو څو میاشتو کې د دې ډلې له زیاتېدونکو بریدونو ښکاري چې دې وسلوال تنظیم ځان منظم کړی دی.

د پښتونخوا د کورنیو چارو پخوانی سیکرټري سید اختر علي شاه وایي، د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د حکومت لومړیتوبونه ښکاره نه دي.

ښاغلي اختر علي شاه وي او اې ته وویل چې د ترهګرۍ زیاتې پېښې په پښتونخوا کې کېږي، خو وایي په دې لړ کې د مرکزي او صوبایي حکومتونو تر منځ همږغي په نظر نه راځي.

هغه وایي د ترهګرۍ مخه یواځې هغه وخت نیول کېدای شي چې ټولې حکومتي او ریاستي ادارې او سیاسي مشران سره کښېني او په دې اړه یوه ګډه تګلاره جوړه کړي.

سینېر خبریال او څېړونکی عرفان خان وایي د ټي ټي پي زیاته توجه پښتونخوا خصوصاً قبایلي ضلعو ته ده.

عرفان خان وي او اې ته وویل، اوس چې تحریک طالبان پاکستان ځان تر مخکې نور منظم کوي نو کېدای شي چې په پنجاب او له بلوچستان سره په تړلو ضلعو کې یې هم بریدونه زیات شي.

هغه وایي د ترهګرۍ ضد پولیسو په ګډون نورو امنیتي ادارو په صوبه کې د ترهګرو تنظیمونو شته والی او فعالیت یو ځل بیا د امنیت د خرابۍ لپاره خطرناک ګڼلي دي.

د ټي ټي پي زیاتېدونکي‌ بریدونه

د رپوټونو له مخې د روان 2023م کال د فرورۍ په میاشت کې ټي ټي پي په پاکستان کې د تشدد او ترهګرۍ د 29 پېښو ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

په دغو 29 پېښو کې 21 یواځې د پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې شوې دي چې په هغوی کې زیات بریدونه له پنجاب او بلوچستان سره په پوله لرونکو ضلعو ډېره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان کې شوې دي.

ټي ټي پي له پښتونخوا صوبې پرته د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په درو نورو سیمو د ترهګرۍ د څلورو پېښو او په کراچۍ کې د یوې حملې ذمه وارۍ پر غاړه اخیستې دي.

ټي ټي پي د مارچ پر 12مه په یو بیان کې هم ګواښ کړی وو چې په پاکستان کې کېدونکي انتخابات به په نخښه کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله او د پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي په همدې بنیاد په صوبه کې د انتخاباتو لپاره حالات مناسب نه وو بللي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG