لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا حکومت وايي تراوسه پورې د پوځي عملياتو په اړوند څه معلومات نه لري


په خېبرپښتونخوا صوبه کې نګران حکومت ویلي، تراوسه پورې ورته د مرکزي حکومت يا امنيتي ادارو لخوا د ترهګرۍ پرضد د کومو نوو عملیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

په اووم اپرېل د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې د ګڼ اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړل شوې وه.

د عملیاتو د خبر وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې ملت پاله ګوندونو او د قبايلي سيمې خلکو او زیات د وزیرستان اوسېدونکو اندېښنې څرګندې کړي او په پارليمان کې هم په وزیرستان کې د عملیاتو کولو مخالفت شوی دی.

په خېبرپښتونخوا کې د موقتي حکومت د اطلاعاتو وزير فېروز جمال کاکاخېل وي او اې ډیوه ته ويلي، "تراوسه په صوبه کې د پوځي عملیاتو په اړوند څه نه دي ويل شوي".

هغه وويل، "تراوسه پورې مونږ ته هیڅ خبر نشته چې اپرېشن به کیږي يا روان دی، پولیس لګيا دي په خپلې طريقې سره، خلک نيول کيږي ځای په ځای باندې او په خپله طريقه عمليات روان دي".

خو کاکاخېل زیاته کړه د "موقتي حکومت د کابينې په وروستۍ غونډه کې په صوبه کې د انتخاباتو دپاره امنيتي وضع ناسمه بلل شوې ده".

دا چې په صوبه کې د اعلان شوې اکتوبر د میاشتې د انتخاباتو دپاره به امنيت ټينګ کړی شوی وي؟ په دغه اړوند کاکاخېل څه نه دي ويلي.

د پوځي عملیاتو د خېبرپښتونخوا سیاسي او ولسي مشرانو اندېښنې څرګندې کړي دي.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان وايي، په صوبه کې دې د پوځي عملياتو وړاندې اول دې دا معلومه کړی شي چې وسله وال څنګه په صوبه کې بيا راغونډ کړی شو، څوک یې مرستیال او سهولت کار وو.

وي اواې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د ناامنۍ د مخنیوي لاره نېشنل اېکشن پلان دی چې په هغې دې پوره عمل وشي، او چا چې پرې تراوسه عمل نه دی کړی د هغو پرضد دې کارروايي وشي، او درېم چې د ترهګرو سهولت کار، کوم چې ډېر واضحه دي د هغو پرضد دې کارروايي وشي".

پرون د پارليمان په غونډه کې د جماعت اسلامي سېنېټر مشتاق احمد خان په وزيراعظم شهباز شریف غږ کړی چې "د وزيرستان خلک نور پوځي عمليات نه مني. او د نوو عملياتو پېل کولو وړاندې دې حکومت په سيمه کې د ترسره کړو 21 پوځي عملياتو، او په اووه موقعو د وسله والو سره د شوو مذاکراتو د ناکامۍ علتونه دې ښکاره کړی شي".

د وزیراعظم په مشرۍ د ملي امنيت په غونډه کې ويل شوي وو، چې د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به چې د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور د ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او به دغه لړ کې د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې کومه به چې په دوه اوونیو کې په دې د عمل او حدونو په اړوند سپارښتنې وړاندې کوي".

د پاکستان د ملي امنیت کمېټۍ "په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه" ګرځولې. خو په اعلاميه کې د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ په اړه نور تفصيل نه دی ویل شوی.

د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د ټي ټي پي سره د نرمې رويې او ترهګرو بيرته راوستو په اړوند چې نور تفصیل نه وو ویل شوی خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او نور وزيران په ښکاره په مخکني وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه د پاليسيو له امله په ملک کې ترهګري بيا سېوا شوې ده.

عمران خان د ملي امنيت د کمېټۍ د غونډې په اړوند تازه څه نه دي ويلي خو په وروستيو کې او چې وزیراعظم وو دغه خبره یې کړې وه، چې د هغه په دور کې د تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړي شوي او د هغه سره د خبرو نه علاوه بله لاره نه وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG