لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مشال خان شپږم تلین: د بشري حقونو فعالین وايي‌ پاکستان کې توندروه فکر نور زیات شوی


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالینو د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانګې وژل شوي طالب علم مشال خان د شپږم تلین لمانځلو په وخت ویلي د نوموړي د وژنې لپاره ذمه وار توندروه فکر کې نور زیاتوالی راغلی او په ملک کې اوس هم ګڼ شمېر خلک د مذهب سپکاوي د تورونو سره مخ کیږي.

مشال خان د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانګې طالب علم وو او د کال ۲۰۱۷م د اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه قهرجنو خلکو، چې زیاتره د یونیورسټۍ طالبعلمان وو،‌ په یونیورسټۍ کې دننه د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو.‌

په ټولنیزه مېډیا ټویټر باندې د مشال خان په نوم جوړ شوي ټرېنډ (رجحان) کې د بشري حقونو فعالانو ویلي مذهبي توندروه خلک اوس هم د د دروغو دعوو په ځواب کې د مذهب د سپکاوي قانون د آلې په توګه پکاروي او مخالف نظریه لرونکي خلک ددغه قانون د غلط استعمال ښکار کیږي.

د بشري حقونو فعالې او خبریالې زهرا یوسف ویلي د یو قام په حېث په دوي باندې ګڼ شمېر تور داغونه دي چې کله به هم و نه وینځل شي.

په ټوېټر باندې یو شمېر کسانو د مشال خان د مور هغه خبره یاده کړې چې ویلي یې وو د خپل زوی په مرګ یې چې کله د مشال د لاس ګوتې ښکل کړې نو هغه ټولې ماتې شوې وې.

یو بل تن په ټویټر لیکلي د مشال خان مخالفینو د نوموړي د ریښتینې نظریې او انقلابي عزم مقابله و نه کړی شوه.‌

په ۲۰۱۷ کال کې په ۱۳جون د مشال خان د وژنې کتنه کوونکي ۱۳-کسیزه تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ‌ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو.

د مشال خان د وژنې په مقدمه کې نیول شوي ۵۷ کسان زیاتره هم د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب علمان وو.‌

د ۲۰۱۸م کال د فرورۍ په ۷مه نېټه د ترهګرۍ ضد عدالت په ۵۷ تورنو کسانو کې ۳۱ د مشال خان په وژنه کې ککړ ګرځولي وو چې پکې په مشال خان ډزې کوونکي تن عمران علي ته د مرګ او پینځو نورو ته د عمر قېد سزاګانې اورول شوې وې او ۲۵ نورو کسانو ته د درې درې کلونو د قېد سزاګانې اورول شوې وې.‌

د بشري حقونو ډلې وايي‌ پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په غلطه طریقه استعمالیږي او په دغه قانون کې د بدلون لپاره غږ پورته کوونکي هم د ژوند د خطرې سره مخ کیږي.‌

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب ګورنر سلمان تاثیر خپل محافظ په ډزو وژلی وو.‌ سلمان تاثیر د مذهب سپکاوي قانون د غلط استعمال مخالفت کوو او د اسلام سپکاوي کولو په تور سزا شوې یو عیسايي میرمن آسیه بي بي‌ د خوشي کولو لپاره یې کمپاېن چلولو.

هم په دغه کال د اقلیتي عیسايي ډلې سره تلعق لرونکی وفاقي وزیر شهزاد بهټي هم وژل شوی وو څوک چې آسیه بي بي ته د اورول شوې د پهانسۍ د سزا مخالف وو.

د پاکستان د څېړنې او امنیتي علومو د څېړنې مرکز تېر کال په خپل رپورټ‌ کې ویلي د پاکستان د خپلواکۍ راهیسې د ۲۰۲۱ پورې د مذهب د سپکاوي په ۱۴۱۵ پېښو کې د ۱۸ ښځو په شمول ۸۹ کسان د عدالت ماورا وژلی شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG