لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مطیع الله ویسا مور وایي "اختر ته د زوی لار څارم"، طالبانو اختر ته 2,460 بندیان خوشي کړل خو ویسا پکې نه شته


واشنګټن ـــــ د مطیع الله ویسا مور وي او اې ډیوه ته وايي "هر ځل چې ور ټکیږي نو زه په منډه ورځم، خو هغه ویسا نه وي." د ویسا مور په طالبانو غږ کوي چې زوی یې له بنده ازاد کړي.

د قلم لار تنظیم مخکښ او د تعلیم مبارز مطیع الله ویسا 25 ورځې وړاندې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو.

د مطیع الله ویسا ورورعطالله وايي مور یې په تېرو 25 ورځو کې سم خوراک نه دی کړی، چې له کبله یې فزیکي او ذهني روغتیايي حالت ډېر ښه نه دی. هغه زیاتوي چې د مور دا حالت یې ډیر ځوروي:

"مور مې د مطیع الله یوه جوړه جامې استري کړي او سر ته یې ایښي دي، وایي مطیع الله راځي نو جامې به یې خیرنې وي".

که څه هم د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سترې محکمې تېره ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د روژې او اختر په مناسبت یې 2,460 بندیان خوشي کړي او د 481 بندیانو د بند موده یې لنډه کړې، خو په دغو بندیانو کې مطیع الله ویسا نه دی شامل.

ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو ادارو او فعالینو په دوامداره توګه د طالبانو څخه د قلم لار تنظیم د مخکښ مطیع الله ویسا د خوشي کېدوغوښتنه کوي.

د جینکیو د تعلیم مبارز ضیاءلدین یوسفزي په ټویټر لیکلي "اختر ډېر نیژدې دی خو د تعلیم او سولې مبارز لا هم د زندان د کټارو تر شا دی. هغه د خپلې سپین سرې مور او کوچنیو ماشومانو سره د خوشحاله او سوله ییز اختر مستحق دی. "

په یو بل ټویټ کې د مدني ټولنې فعالې فروزان رسولي لیکلي "طالبان بايد د افغانانو پر وړاندې د نرمش څخه کار واخلي، بالخصوص ددې هيواد د مخورو او تاثيرګذارو خلکو قدر وکړي د روژې د مبارکې مياشتې او بيا د اختر رارسېدو په پار بايد مطيع الله ويسا په ډېر درنښت خوشي کړل شي او د تعليم د رشد په برخه کې د هغه د چارو ملاتړ وشي. "

د «قلم لار» تنظیم غړی نصیب الله نور وي او اې ډیوه ته وايي، مطیع الله ویسا باید خوشی شي چې اختر په خوشحالۍ له خپلې کورنۍ سره تېر کړي:

"مطیع الله ویسا د تېرو ١٥ کلونو راهیسې هیواد ته د تعلیم په برخه کې ډیر خدمت کړی او په میلیونونو ماشومانو ته یې د زدکړو زمينه برابره کړې ده. طالبان باید داسې کسانو ته د لا نور کار کولو زمینه برابره کړي، نه چې هغوی په بند کې وساتي. "

په کابل د واکمنو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي وو چې د دوی استخباراتو د ویسا په هکله "ځینې شکمن معلومات"درلودل چې هغه د حکومت لپاره "د اندېښنې وړ" وو.

د طالبانو ویاند په دې اړه نور سپیناوی ونه کړو خو د ویسا د نیولو ملاتړ یې کړی وو. د هغه په وینا" حکومت ته د امنیت ټینګولو په خاطر شکمن کسان نیول او له هغوی پلټنې کول په کار دي."

مطیع ‌الله ویسا په 2009م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستي وو، کتابتونونه یې جوړ کړي وو، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد وېشلي وو او خلک یې هڅول چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي.

ویسا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د تعلیم د ودې لپاره پرله پسې کمپېن کاوه او هغو ولایتونو ته یې سفرونه کول چې سکولونه پکې بند وو.

د طالبانو له واکمنېدو را وروسته یې هم خپله دا مبارزه روانه وساتله او په دې ورستیو کې یې د نجونو د تعلیم په ملاتړ هم خپل ږغ پورته کړ او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ولسي خلکو سره ولیدل، چې له طالبانو د خپلو لوڼو او زامنو د تعلیم حق وغواړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG