په خیبر پښتونخوا کې به سږ کال د غنمو پیداوار د تېر کال نه زیات وي خو بیا به هم د صوبې اړتیا نه پوره کوي.
چارواکي وايي، له همدې امله به د نورو غنمو د اخېستلو لپاره له پنجاب سره راکړه ورکړه کېږي چې د صوبې د خوراکي توکو اړتیا پوره شی.
په دې اړه نور تفصیل د ملک وقاص په راپور کې اورئ.