په شمالي وزیرستان کې بیا د پاکستان په پوځ برید شوی او امنیتي سرچینې وایي دا پېښه د میرعلي په حېدر خېل سیمه کې شوې او د وسله والو په ډزو کې د پوځ یو افسر په ګډون شپږ عسکر ژوبل شوي دي،
تحریک طالبان پاکستان یې زمه داري منلې او د ګڼو مرګ ژوبلو اړولو دعوه یې کړې ده.
د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه ویلي خو پرون په شمالي وزیرستان کې په یوه بله پېښه کې د پاکستان پوځ د وسله والو سره په نښته کې د شپږو عسکرو وژنه منلې او ادعا یې کړې وه چې ګړیوم سیمه کې د نښتې پر مهال درې وسلوال هم وژل شوي او دوه يې ژوبل کړي وو.
بل لور ته په کورمه ضلع کې د پرونيو وژنو پېښو پرضد احتجاجونه اعلان شوي دي او پارچنار بازار او انټرنیټ بند کړل شوي. خو پوليس وايي سړکونه خلاص او امنيت قابو دی.
احتجاج کونکي وایي دا د ترهګرۍ پېښه ده په رڼا ورځ خلک راغلي او په سکول کې یې د شيعه مسلک سره تعلق لرونکي څلور استازان او درې مزدوران وژلي دي.
دوی د رياست نه د دغه پېښې د کره پلټنو او په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو او هغو ته د سختو سزاګانو غوښتنه کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي، په سيمه کې يو ځل بيا د پوځي عملياتو تیاری کيږي چې خلک بيا د علاقې څخه وويستل شي، باوجود د دې چې په سيمه کې پوځي عمليات شوي او دلته د امنیت دعوې هم شوي دي.
هغه زياته کړې، د پښتون ژغورنې غورځنګ سره په خپلو کې بېداواري پېدا شوې او غورځنګ په سیمه کې د امنيت او خلکو دپاره پرامنه مبارزه کوي.
بل لور ته د ډېره اسماعيل خان ضلعې د پوليسو دفتر دعوه کوي چې تېره ورځ د پولیس سره مقابله کې د تحریک طالبان پاکستان مهم مطلوب کمانډر اقبال کهيارا عرف بالي وژل شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان د خپل کمانډر او يو بل غړي وژنه تاييد کړې ده.
د ډېره اسماعيل خان ضلعې د پوليسو مشر ډي پي او عبد الروف بابر قیصراني ويلي، اقبال کهياره یو خطرناک ترهګر وو او په 32 کېسونو کې پولیسو ته مطلوب وو.
پوليسو ويلي وژل شوی کمانډر د فریقه يیزو وژنو ترڅنګ په امنیتي عسکرو بریدونه ترسره کولو کې ککړ وه.
پوليس وايي بالي وړاندې نيول شوی خو بیا په ضمانت خوشی شوی وو او هغه په فرقه ييزه پېښو، پولیس باندې بریدونو او ناامنۍ په پېښو کې ککړ وو او د هغه په سر يو نيم کروړ روپۍ انعام هم مقرر کړی شوی وو.
پوليس دعوه کوي وژل شوی ترهګر کمانډر په کال 2009م کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ ټیم وسله وال برید کې هم ککړ وو.
په خېبرپښتونخوا او ځانګړي ډول قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او په ورستیو کې دې پېښو پرضد له سوات نه تر وزیرستان بیلا بیلو ځایونو کې احتجاجي مظاهرې او ولسی پاڅونونه دوام لري چې پکې د امن غوښتنې شوي دي.
حکومت او پوځ بیا بیا ټینګار کوي چې ریاستي امنیتي ادارې د وسله والو پرضد بې توپیره عملیات کوي او په تېرو کلونو کې یې په دې لړ کې بریاوې ترلاسه کړي دي.
نزدې لس ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف چودري ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي، د ترهګرۍ په پېښو کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] او بلوچستان کې د ترهګرو ډلو بهرنۍ اړيکې ثابتې شوي دي.
نوموړي ويلي وو د ترهګرۍ پرضد د پوځ کاميابه جګړه به د وروستي ترهګر ختمولو پورې روانه وي.