لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م. م په پاکستان کې له ټولو ګوندونو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي


واشنګټن: د ملګروملتونو مشر انټونیو ګوټېریش په پاکستان کې له ټولو ګوندونو غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او ټینګار یې کړی چې په سولیزه توګه د خلکو د راټولېدو د اړتیا درناوی دې وشي.

د ملګروملتونو د مشر یو ویاند فرهان حق د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو خپور کړي بیان کې ویلي،

"عمومي منشي له چارواکو غوښتي چې د وزیر اعظم عمران خان په وړاندې د محکمې د اورونو پر وخت دې د قانون د پلي کېدو د بهیر درناوی وکړي."

په پاکستان کې یوې ځانګړې محکمې د شورو په ورځ پخواني وزیر اعظم عمران خان باندې د اتو ورځو جسماني ریمانډ فیصله کړې.

عمران خان د مې په نهمه نېټه د پولیسو لخوا ونیول شو.

عمران خان د شورو یا چهارشنبې په ورځ محکمه کې قاضیانو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې دی ونیسي او د محکمې له ودانۍ څخه یې راکاږي په ده باندې فزیکي حمله وکړه.‌

د ملګروملتونو د ویاند فرهان حق په بیان کې وړاندې راغلي، چې عمومي منشي د روانو لاریونونو نوټ اخلي کوم چې په اسلام اباد کې تېره ورځ د پخواني وزیر اعظم عمران خان له نیولو سره پیل شوي.‌

اویا کلن عمران خان د نهې یا سې شنبې په ورځ په داسې حال کې د پولیسو لخوا ونیول شو چې په هغه باندې د ادعاو له مخې له ترهګرۍ نیولې تر فساد، خیانت او نورو جرمونو د لګولو شویو تورونو لپاره په محکمې کې اورېدونه کې د ګډون لپاره تیاری نیوه.

د خان له نیول کېدو سره په پلازمېنې اسلام اباد او نورو ګڼو ښارونو کې د هغه د ګوند تحریک انصاف د پلویانو لخوا لاریونونه شوي چې اکثره یې له تاوتریخوالي ډک وو او پي ټي آی ویلي، چې په لسګونو کسان یې پکې وژل شوي دي خو امریکا غږ په خپلواکه توګه د دغو راپورونو تایید تر دې دمه نه دی ترلاسه کړی.

دغه ډول پولیسو د پي ټي آی د مشرانو په ګډون په سلګونو پلویان په ټول هېواد کې نیولي دي.

د واشنګټن ډي سي له ویلسن څېړنیز مرکز څخه مایکل کوګلمن په ټویټر لیکلي، د عمران خان له نیول کېدو داسې ښکاري چې کوښښ کېږي هغه له سیاسي صحنې څخه وباسي او پر ټول ګوند یې بندیز ولګوي.

"څو اونۍ وړاندې، جګ پوړو پاکستاني چارواکو پي ټي آی داسې ګاڼه "لکه د کلعدم تنظیمونو لخوا روزل شوي بدمعاشان" خو نن ورځ ددغه ګوند زیات لوړ پوړي مشران نیول شوي. داسې ښکاري چې دا پلان دې د خان د یوې خواته کولو لپاره وي، چې رهبر یې له صحنې وباسي او حتی په ټول ګوند باندې بندیز ولګوي."

دغه ډول په واشنګټن کې پخواني افغان سفیر حسین حقاني په ټویټر لیکلي، چې د عمران خان په نیول کېدو باندې د چین خاموشه پاتې کېدل دا څرګندوي چې هغوی د پاکستان له پوځ څخه "د ثبات د دفاع کونکي" په توګه ملاتړ کوي.

دغه ډول کاناډايي سیاستوال او د کابینۍ پخواني غړي کریس الیکزاندر لیکلي، چې عمران خان ته باید د اوږده وخت د بند سزا ورکړل شي ځکه هغه لیکلي، "د ترهګرۍ مرسته کونکی عمران (طالبان) خان له کرملن څخه په هغه ورځ لیدنه وکړه چې ماسکو خپل بشپړ عملیات پیل کړل."

دی زیاتوي، چې "هغه د اوږده جېل حق لري، تقریبا دومره زیات چې ډیکټېټر او فاشیست قتل عام کونکي ویلادیمیر پوتین ته وي."

کرېس الیکزاندر په یو بل ټویټ کې لیکلي،

چین، د پاکستان جي اچ کیو او آی ایس آی نن ورځ کلک تاریخي ملګري دي. ډېر زیات په خپلو کې سره ملګري دي د دې په پرتله چې له ماسکو سره ملګري وي.

هغه زیاتوي، دوی همدارنګه د ګډې پروژې چې "د طالبانو پروژه ده" شریکان هم دي چې اوس مهال یې پاکستان د بېنکرپسۍ او ماتېدو په غاړې ته رسولی."

په هر حال د عمران خان د نیول کېدو پرسر لاریونونو کې ښځو او نارینوو ګډون کړی او د پوځ پرضد یې شعارونه ورکول چې پخواني وزیراعظم عمران خان هم هرکله پرې تورونه لګول چې دی یې د یو سازش له مخې له څوکۍ ګوښه کړی و او بیا یې پرضد په محکمه کې بې بنسټه کېسونه جمع کړي دي خو پوځ تل دا تورونه رد کړي دي.

د پاکستان مرکزي حکومت د شورو یا چهارشنبې په ورځ له پوځ څخه مرسته غوښتي وه چې د نظم په سمبالولو کې دې مرسته وکړي او له دې غوښتتنې سره په پلازمېنې اسلام اباد،‌ پنجاب او خیبر پښتونخوا کې پوځیان هم ګمارل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG