لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت ته دعمران خان دپیشۍ په موقعه دچیف جسټس څرګندونو ته قانون پوهان په کوم نظر ګوري؟


په پاکستان کې قانون پوهان سپریم کورټ ته دعمران خان د وړاندې کیدو په موقعه دچیف جسټس لخوا شوې څرګندونې یا ریمارکس دهغه دمنصب برعکس بولي اؤ وایي قاضیان عدالت کې د څرګندونو یا فیصلو په وخت د چا خوشالۍ یا خفګان نظر کې نه ساتي بلکې رایج قانون ته ګوري.

اوړمه ورځ د تحریک انصاف ګوند چیرمین عمران خان چې د سترې محکمې درې کسیزه بنچ ته وړاندې شو ، نو چیف جسټس بندیال د عمران په لیدو د خوشالۍ څرګندونې وکړې او د پیشۍ په وخت یې په یوه موقعه د تحریک انصاف مشر ته مشوره ورکړه چې د ملک حالات خراب دي. دی دې د نورو سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې پیل کړي.

د سترې محکمې د مشر قاضي په دې خبره قانون پوهان ګوته په خله دي اؤ وایي قاضیان عدالتونو کې دا قسمه خبرې نه کوي.

دقانون پوهانو ترڅنګ دمشر قاضي په څرګندونو سیاسي مشرانو هم په ټولنیزو رسنیو سختې نیوکې کړي اؤ پوښتنه یې راولاړه کړې ده چې چیف جسټس څنګه عدالت کې دیو ملزم هرکلی کولی شي اؤ‌ څنګه هغه ته درناوی ورکوي؟

دپښور هایي کورټ مشر وکیل نور عالم خان ایډوکیټ ډیوه سره خبرو کې وویل ،دا سیاسي موضوع ده او سیاسي موضوعاتو کې خلک دې ته په ښه نظر نه ګوري.

دهغه په خبره "د وکیلانو ورورولي هم دې ته په ښه سترګه نه ګوري. دا نه چې څوک د کوم ګوند سره تعلق لري بلکې په عمومي ډول ټول وکیلان وایي باید داسې نه وو شوي. که د اسلام آباد هایي کورټ وي یا سپریم کورټ وي، پکار ده چې د قانون حکمراني د هر چا د پاره یو شان وي"

قانون پوهان وایي قاضیان عدالت کې د څرګندونو یا فیصلو په وخت د چا خوشالۍ یا خفګان نظر کې نه ساتي بلکې رایج قانون ته ګوري اؤ که چرته قانون کې پیچلتیا وي نو وکیلانو نه مشوره اخستی شي.

دوي وایي دا قسمه رویه د یو وړوکي عدالت د قاضي نه واخله تر اعلا او سترې محکمې قاضیانو ټولو باندې فرض ده.

دغه راز قانون پوهه میرمن پلوشه راني هم په دې نظر ده چې مشر قاضي بې طرفه نه دی پاتې شوی.

ډیوه سره خبرو کې هغې وویل دغه ریمارکس چیف جسټس د عمران خان مرسته کې ورکړي دي. د هغه د خوښې او خوشالۍ د پاره یې ورکړي دي. بلکې د ځان د خوشالۍ د پاره یې ورکړي دي.

"د یوې وکیلې په حیث زه ګورم چې دې نه به یو عام بنده څه نتیجه اخلي. چې یو چیف جسټس به دلته ناست وي او هغه به د چا په خوښه او مرسته چلیږي. زه وایم چې د یو سول جج هم دا اختیار نه وي چې هغه د چا د خوښې د پاره خبره وکړي. دا خو بیا د پاکستان چیف جسټس دی. هغه له پکار دي چې د قضیې اهلیت او قابلیت ته وګوري"

بل پلو ته د هیواد غټو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې، پاکستان پیپلز ګوند، جمیعت علما اسلام، عوامي نیشنل ګوند او داسې نورو هم د مشر قاضي په دغه ټکو بد منلي دي.

پي ډي ایم د راروان ګل په ورځ اسلام آباد کې د سترې محکمې مخامخ د پرلت غځولو اعلان کړی دی.

دا په داسې مهال ده چې تیر کال اکتوبر کې ورلډ جسټس پروجیکټ یو راپور کې د نړۍ دیوسل څلویښتو هیوادونو عدالتي نظام کې پاکستان ته یو سل نهه ویشتمه درجه ورکړې وه.

دا مهال د پاکستان عدالتونو کې د تیرو څو لسیزو نه د ځنډول شوو قضیو شمیره د دوو میلیونو څخه جګه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG