په ټانک ضلعه کې په پولیسو د لاسي بم برید او د ډزو په تبادله کې یو لاروي وژل شوی او د درېوؤ پولیسو په ګډون تر شلو زیات کسان ژوبل شوي چې زیاتره پکې غریب مزدر خواري کښ شامل دي.
د ټانک پولیس دا پېښه تاید کړه او د ضلعې د پولیسو مشر وقار احمد وویل نن سحر د ټانک ښار کې په بنو سړک د پولیسو ګشتي پارتۍ د معمول په ګزمه وه چې نامالومه وسله والو د پولیسو ګاډي ته لاسي بم غورځولی او د چادنې په نتیجه کې درې پولیس عسکر ژوبل شوي دي.
هغه وویل تر چاودنې وروسته د بریدکوونکو او پولیسو ترمینخه د ډزو تبادله شوې چې پکې یو تن وژل شوی او 17 نور عام کسان ژوبل شوي دي.
وژل شوي او ژوبل کسان په بیړني حالت کې روغتون ته وړل شوي دي.
د روغتون چارواکي وایی 21 ژوبل کسان رواړول شوي چې پکې د دریوؤ حالت مرګونی و او هغوي ډیره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته انتقال کړل شوي.
د ژوغورنې ادارې 1122 وایي ډیره اسماعیل خان ته د ژوبلو کسانو د وړلو پرمهال په سختو ژوبلو کسانو کې یو تن په لاره کې ساه ورکړه.
د علاقې خلک وایي کوم ځائ کې چې دا پېښه شوې ده هلته هره ورځ زیاته ګڼه ګوڼه وي چې زیاتره مزدورکارانو خرڅ د پاره د سبزۍ او میوې ګاډۍ لګولې وي.
سیمه اییزو سیاسي مشرانو او مدني فعالانو دا پېښه غندلې او ویلي یې دي زیاتره کسان مزدور خواري کښ دي چې د ورځې په سر خپل معاش برابروي.
د پولیس افسر په وینا د وژل تن پیژندګلو د پیر مصباح الدین په نوم شوې چې تړاو یې د پیران کوټ سیمه سره و هغه د علاقې یو مخور مشر او مدني فعال و.
هغه وویل تر دغه پیښې وروسته په علاقه کې امنیتي ګامونه سخت کړی شوي او دلټونې عملیات دوام لري.