لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د بیټنیو جرګې هیلي کاپټر نه د ویشتل شوې کورنۍ سره د انصاف اؤ سیمه کې د امنیت غوښتنه وکړه


د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې د بیټني قام جرګې تېره ورځ په کړي حیدر اؤ خواو شا سیمو کې د پوځي عملیاتو په مهال د جنګي هیلي کاپټر څخه د یو غریب مزدور کار د کور په ویشتل کیدو اندېښنه ښودلې اؤ اغېزمنې کورنۍ سره د انصاف ترڅنګ یې سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د سیمې یو استوګن باطن شاه وایي د پوځ لخوا تېره ورځ شوې بمبارۍ کې په ناحقه د ده یو زوی وژل شوی اؤ د کورنۍ نور څلور غړي یې ژوبل شوي دي،

هغه وایي خپله مقدمه یې د قام په وړاندې اېښودې ده اؤ پوښتنه یې کړې ده چې په کوم جرم د ده کورنۍ ته دغه زیان ور اړول شوی دی؟

د بیټني قام جرګې هم پخلی کړی چې د جمعې په ورځ د ټانک ضلعې په کړي حیدر او شا وخوا سیمو کې د عملیاتو پرمهال د يو ځایی تن کور د جنګي هیلی کاپټرو له خوا په نښه شوى، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې وړاندې پرون د پاکستان پوځ ویلي وؤ‌ ټانک ضلعه کې په يوه وسله واله نښته کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي چې تحریک طالبان پاکستان یې ذمه واري منلې وه.

پوځ په نښته کې د درېوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه.

نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ په سیمه کې دبیټني قام دشوې جرګې ګډون والو ویلي دوی دغه متاثره کورنۍ ته انصاف ترلاسه کېدو سره په علاقه کې د امنیت د ټینګښت او د حکومتي عملدارۍ پرځای کولو غوښتنې کوي.

د جرګې یو غړي لال بادشاه وي او ای ډیوه ته وویل دعملیاتو په پایله کې د باطن خان یو دولس کلن زوی بلال وژل شوی او میرمن، انږور او یو بل څلور کلن زوی محمد یې ژوبل شوي .

هغه وویل ددې سیمې علاقې خلک عادي ژوند نه کوي او طالب دی او که پوځي، ځایي خلک د دوی په وړاندې بې وسه دي.

هغه زیاته کړه په علاقه کې کله د جاسوسۍ په نوم وژنې کیږي او کله بیا د پوځي ځواکونو لخوا خلک ځورول کیږي اؤ ورته ویل کیږي چې تاسو وسله والو ته چایی اوبه او خواړه ورکړي دي.

نوموړي وویل، بله جرګه به د چهارشنبې په ورځ بیا د ټانک ضلعې ټاون هال سیمه کې کیږي چې پکې به حکومت ته ننواتې کوي چې دا خلک ترهګر نه دي، امن غواړي.

په دې ننۍ جرګه کې د قامي مشرانو ترڅنګ د علاقې سیاسي او مدني فعالانو برخه اخستې او د غونډې پرمهال په علاقه کې د عملیاتو په پایله کې یې ځایي خلکو ته د زیان په اوښتو او د ناامنۍ په پېښو اندیښنه څرګنده کړې ده.

د ملي جمهوري ګوند یو مشر ننګیال بیټني وویل په علاقه کې خلک د ناامنۍ سره مخ دي اؤ د قامي اسمبلۍ دیوې حلقې هومره سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره یوازې د پولیسو یوه څوکۍ شتون لري چې مقدمه پکې په یوه اوونۍ کې درج کیږي .

هغه ډیوه سره دخبرو په مهال غوښتنه وکړه چې په عمر اډه او ډبره کې منظورې کړل شوې تاڼې دې جوړې کړل شي او داسې ګامونه دې واخستل شي چې پکې د علاقې د خلکو سر، مال او کاروبار محفوظ وي.

مدني فعال ندیم عوام دوست وویل د یوې منصوبې لاندې دغلته ناامني راوړل شوې خو دسیمې ولس به چاته دعلاقې د امن خرابولو اجازه ورنه کړي او پرضد به یې احتجاجي مظاهرې کوي.

هغه وویل په دې وروستیو کې یې د امن د پاره احتجاجي مظاهرې کړي خو د پاکستان يه مطبوعاتو کې ځائ نه ورکړل کیږي.

ښاغلي عوام دوست زیاته کړه پاکستانۍ میډيا په دې وروستیو کې د کراچۍ د یو هاتي په ناروغې اؤ بیا په مړینه خبرونه او مرکې خپرولې خو د دوی د ماشومانو مړي نه ښایي.

هغه د علاقې په منتخبو استازو نیوکې وکړې چې دوی د ملک په نورو موضاعاتو پارلیمان کې بحثونه کوي خو د علاقې د امن په ستونزه غلي دي .

د جمعیت علماء اسلام ګوند دمشر مولانا فضل الرحمان زوي مولانا اسد محمود چې مرکزي وزیر هم دی، په قامي پارلیمان کې د ټانک ضلعې دخلکو منتخب استازې دی. خو هغه تر دې مهاله د تېرې ورځې په رامنځته شوې دې پېښه څه غبرګون نه دی ښودلی.

دټانک په پېښه کې د اغېزمنې کورنۍ مشر باطن خان بیټني وایي هیڅ قسمه ناامنۍ کې لاس نه لري غریب مزدور خواريکښ دی او په دې پېښه کې دهغه د کورنۍ د ژوبل وکسانو د ډیره اسماعیل خان په پوځي روغتون کې درملنه روانه ده .

هغه وویل پښتون قام ته یې خپله مقدمه راوړې چې په کوم جرم د زیان سره مخ شوی؟

هغه وویل لومړی یې دوی ته سترګې وتړلې بیا یې په لغتو ووهل او بیا یې په کور د هیلي کابټرو نه مرمۍ ورول شوې چې بکې دده یو زوی وژل شوی او د کورنۍ درې نور غړي یې ژوبل دي.

وي او ای ډیوه په دې اړه د ضلعي انتظامیې او پولیسو مشرانو سره رابطه کړې خو هغوئ د خبرو کولو څخه ډډه وکړه

دپوځ په بیان کې د ترهګرۍ ختمولو هوډ ښکاره کړیل شوی اؤ ویل شوي دعلاقې د ترهګرو څخه پاکولو دپاره عمليات روان دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG