لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزي شمالي وزیرستان کې د نجونو پر سکولونو بمي حملې وغندلې، میرعلي کې یې په ضد احتجاج شوی


واشنګټن ــــ د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي په شمالي وزیرستان کې د نجونو پر دوو سکولونو بمي حملې غندلې دي او دا یې یو "غیرانساني عمل" بللی دی. په میرعلي ښار کې د دغو سکولونو د تباهۍ خلاف احتجاجي مظاهره شوې ده.

حامد کرزي د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل ټویټر او فېسبوک لیکلي، پر ښوونځیو بریدونه "له علم او پوهې سره ښکاره دښمني ده"، چې د ده په وینا د پرمختګ دښمنان یې تر سره کوي.

د شمالي وزیرستان د میرعلي په دوو جلا سیمو هیسوخېل او موسکي کې د مې پر 22مه د شپې وسلوالو د نجونو دوه سرکاري سکولونه په بمونو الوځولي وو. په بریدونو کې چاته کوم زیان نه وو رسېدلی.

د ځایي خلکو په وینا په دغو سکولونو کې شاوخوا 500 نجونو تعلیم کاوه، چې د سکولونو تر تباه کېدو وروسته یې زدکړې متاثره شوې دي.

د نجونو پر دغو دوو سکولونو د بمي بریدونو په خلاف د پنجشنبې- زیارت په ورځ په د شمالي وزیرستان په مرکز کې د نېشنل ډیموکرېټک موومنټ په لسګونو کسانو احتجاج هم کړی دی.

این ډي ایم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه د دې احتجاج عکسونه خپاره کړي، چې پکې لیدل کېږي احتجاج کوونکو په لاسونو کې شعارپاڼې هم را اخیستې دي او پرې لیکل شوي دي "نجونې هم د تعلیم حق لري"، "په وزیرستان کې دې د نجونو تعلیم و ژغورل شي".

حامد کرزی وایي د داسې بریدونو مقصد دا دی چې "زموږ بچیان په خاصه توګه نجونې د علم او کمال خاوندانې نه شي او ټولنه مو تل د پردو محتاجه پاتې وي"، وایي ډاډمن دی چې دا ډول بریدونه به په پښتونخوا کې د نجونو د تعلیم مخه ونه نیسي:

"د مخربینو دغه شوم اعمال به هېڅکله هم زموږ د بچیانو د درس او تعلیم خنډ نه شي او زموږ بچیان به په قوي هوډ او پراخه حوصله د علم او پوهې عالي درجو ته ځان رسوي".

د شمالي وزیرستان د نجونو پر سکولونو د بمي حملو خلاف د پاکستان د وزیراعظم او د پښتونخوا د حکومت له خوا د غندنې څه بیان تر اوسه مخې ته نه دی راغلی. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د حکومت پر دغه رویه نیوکه کړې او پر ټویټر یې لیکلي:

"دا هم سرکاري ودانۍ وې خو د وزیراعظم په ګډون د هیڅ سیاسي مشر زړه هم د وینو اوښکې ونه څڅولې، نه پرې عدالتونو افسوس وکړ او په مېډیا کې هم ورباندې ماتم نه لیدل کېږي، د پښتون وطن د بربادیو ذمه وار همدا ریاست دی".

د منظور پښتین وروستي تور ته لا کومې ریاستي ادارې جواب نه دی ویلی، خو پوځ او حکومت د پي ټي ایم هغه تورونه تل رد کړي چې وایي په شمالي وزیرستان کې یې په پوځي عملیاتو کې تر ترهګرو پر ځای عام خلک وژلي او د خلکو کورونه یې وران کړي دي.

په میرعلي کې د نجونو پر سکولونو د بریدونو ذمه وارۍ تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دي اخیستې، خو په دې سیمه کې تحریک طالبان پاکستان وسلواله ډله فعاله ده چې په وروستیو کې یې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

په افغانستان کې چې د طالبانو حکومت له تېرو تقریباً دوو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکولونه بند ساتلي او له تېر دسمبره وروسته یې په پوهنتونونو کې هم د هغوی اعلی تعلیم ځنډولی، دا لومړی ځل دی چې د پښتونخوا په دې قبایلي ضلع کې د نجونو سکولونه په بمونو تباه کړل شوي دي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG