لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي مشران: په پښتونخوا د فاټا ور ګډولو په وخت شوې ژمنې په پينځه کاله کې نه دي پوره شوې


له خېبرپښتونخوا صوبې سره د پخوانۍ فاټا د شاملېدو په پينځه کاله پوره کېدو د سیمې سیاسي او مخور مشران، مدني ټولنه، څیړونکي او کارپوهان وايي، د انضمام په وخت د پاکستان ریاست دوی سره ژمنې کړې وې خو وایي هغه تر اوسه نه دي پوره کړی شوې.

د جماعت اسلامي په کوربه توب پېښور کې راټول شوو مشرانو کې زیاترو د اېف سي ار قانون څخه خلاصون لویه سیاسي ګټه ګڼله خو په ژمنو نه پوره کېدو یې ورسره ګيله هم کوله.

د باجوړ ضلعې د عوامي نیشنل ګوند یو مشر شېخ جانزاده وي او اې ډیوه ته ويلي، "د اېن اېف سي ایوارډ په شکل کې مونږ سره وعده شوې وه چې د راروانو لسو کالو د پاره به هر کال مونږ ته 110 اربه روپۍ د پرمختیایي پروژو لپاره راکړل کیږي. خو د پينځه کالو تېریدو باوجود یې دا پنګې نه دي راکړې. بله د پاکستان د غلطو ریاستي پالیسو له امله د باجوړ نه تر وزیرستان پورې ټول ژوند ژواک تباه او برباد شو".

هغه زياته کړه، "ترهګرۍ کې چې کوم سکولونه، د صحت مرکزونه او داسې نورې ودانۍ ړنګې شوې وې هغه هم تراوسه ټولې بيرته نه دي ودانې کړی شوې".

د غونډې ګډونوالو په دې د خوشالۍ څرګندونې کولې چې د هېواد رایج عدالتي نظام د انضمام په وخت دغو سیمو ته وغزول شو خو دوی وویل په تیرو پنځو کالو کې په دې پروسه په چټکتیا سره کار نه دی شوی.

د مومند ضلعې د پیپلز ګوند یو مشر جنګریز خان مومند وويل، "هلته عدالتونه جوړ شوي دي خو د عدالتونو د کار کولو لپاره زمینه نه ده برابر کړی شوې. یعني ضم شوو ضلعو کې د زمکو ریکارډ نیمګړی دی. دغلته هر وخت د ځمکو د وېشت، غرونو، شاملاتو او معدنیاتو مسلې وي. د لیېډ ریونیو ریکارډ نیشتوالي له امله هلته اوس هم عدالت د جرګې په ذریعه کیږي".

هغه وويل، سرتاج عزیز د قبايلي سيمو په صوبه کې د ګډولو په وخت وړاندیزونه کړي وو، په هغې په ټولو کار په تیزۍ سره پکار دی ځکه چې اوس د دغو سیمو خلکو کې مایوسي په سېوا کېدو ده.

د غونډې ځینو برخه والو وویل پينځه کاله وړاندې پخوانۍ فاټا کې راغلي بدلون د سیمې ځوانانو ته د سیاسي پوهې نوې لارې پرانیستې.

قانون پوهه اعجاز مومند ایډوکېټ چې وایي، "د دې نه وړاندې مونږ د پښتنو ځوانانو دومره پاڅون نه دی لیدلی کوم پاڅونونه چې مونږ د انضمام نه پس ولیدل. که وزیرستان کې پاڅون دی نو هغې ته د باجوړ او مومندو ځوان ډېر په آسانه تللی دی. که باجوړ کې دی نو د وزیرستان، صوابۍ او مردان ځوان ورته ځان رسولی دی. دلته چې د پښتنو تر مینځه کومه کرښه وه، هغه ختمه شوه او د پښتنو د حقونو خبره یو ځایې ته راغله".

هغه زیاته کړه "وړاندې به دوی سیاسي ګوند نه شو جوړولی د بنیادي بشري، قانوني او آیيني حقونو نه بې برخې وو خو اوس دغه ستونزې هوارې شوې دي البته د معاشي پرمختګ لپاره به په نورو طریقو سوچ او فکر پکار وي".

د خېبرپښتوخوا اسمبلۍ پخوانی غړی نثار مومند وايي، په قبايلي ضلعو کې دوی نه ويني چې په تېرو پينځه کلونو کې کومه لويه پروژه جوړه شوي او يا سرته رسېدلي وي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "تېر حکومت خو تېر شو د اوسني حکومت هم کال پوره شو دوی هم څه ونه کړل اوس دوی راتلونکي بجټ ته په تمه دي که په هغې کې د قبايلي سیمو دپاره څه وکړی شي، خو تراوسه چې په 25م اييني بدلون پوره عمل نه وي شوی تر هغې د قبايلي ضلعو مسلې حل کېدل ګران دي".

جرنلسټ لحاظ وايي، "د فاټا په صوبه کې ضم کولو دپاره د سرتاج عزيز کمېټۍ وړانديز کړی وو په قامي مالياتي اېوارډ [اېن اېف سي] کې به درې فيصده برخه ورکول کيږي خو هغه نه ده عملی شوی او که هغه عملي شوی وی نو دوی ته به د کال 500 اربه روپۍ ترلاسه کېدی خو هغسې ونه شوه".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل "پکار وه قبايلي ضلعو ته تراوسه 600 اربه روپۍ ورکړل شوی وی، خو دوی ته تراوسه پورې 150 اربه روپۍ ورکړل شوي او دغه پېسې په مختلفو مدونو کې کارول شوي دي".

د پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی ميرکلام وايي په قبايلي ضلعو کې چې څومره پېسې کارول شوي، هغه دعوه کوي چې "نیم په نيمه پېسو کې غبن شوی او ځینې په امنيتي ادارو لګول شوي دي". هغه زياته کړه "دا نورې پېسې چې ترې اوباسي په ځمکه د 40 اربه روپو لګېدلي دي".

هغه وویل، په سيمه کې د پرمختيايي کارونو اعلانونه شوي خو کار يا عمل پرې نه دی شوی.

پخوانۍ فاټا د کال 2018 د مې د میاشتۍ په ورستيو کې د 25م اييني بدلون لاندې په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډه شوې او هغه وخت ژمنې شوې وې چې دغو سيمو ته به د نور پاکستان په رنګ اسانتياوې ورکولی شي، ايين او قانون به هلته پوره عملي وي او په اېن اېف سي اېوارډ کې به ورته لس کاله درې فيصده برخه هم ورکول کيږي.

خو ځايي خلک ګیله کوي په سيمه کې بدلون راغلی خو د دوی سره چې څومره ژمنې شوې هغه ټولې نه دي پوره شوي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG