د کوز جنوبي وزیرستان د برمل تحصیل په اعظم ورسک علاقه کې د قامي اتحاد په نوم ځايي خلک د يوې اوونۍ راهسې د غوښتنو دپاره په احتجاجي پرلت ناست دي.
او په بر جنوبي وزیرستان کې [درې مسید عوامي جرګې] وزيراعظم ته خواست کړی په سیمه کې د راه نجات په نوم پوځي عملیاتو کې کوم کورونه وران شوي، په 2017م کې د ورانو کورونو د سروی عمل پېل شوی او د 104000 کورونو سروی شوې خو تراوسه پورې 56000 کورنيو ته معاوضې نه دي ورکړی شوي او د 30000 نه تر 40000 پورې کورونو سروی تراوسه شوې هم نه ده.
دوی وزیراعظم ته خواست کړی چې د ورانو شوو کورونو دپاره دې خصوصي فنډ جوړ کړي.
د کوز جنوبي وزيرستان احتجاج کوونکی وايي، که غوښتنې یې نه منل کیږي احتجاج نور پراخوي او د ضلعې ټولې غټې لارې [سړکونه] به بندوي.
په احتجاج کې د علاقې د سياسي ګوندونو او د غېر سیاسي ډلو فعالان ګډون کوي او وایي حکومت ته یې اته غوښتنې وړاندې کړي دي.
1:- لومړی د برېښنا عادي لوډشیډنګ یا بندیز دې ختم کړل شي.
:- برمل تحصيل کي دې انټرنېټ سروس په مکمله توګه بحال کړل شي او د رابطو د پارې دې نورې موبایل ټاورې ولګول شي.
3:- روغتیايي او ښوونیز مرکزونه باید په بشپړه توګه فعال شي.
4:- په سیمه کې د قدرتي وسایلو د زېرمو او د چلغوزې د سوداګرۍ لپاره دې ځایي خلکو ته اسانتیا برابر کړل شي.
5:- د افغانستان او پاکستان ترمینځ په پوله مېشتو خلکو ته دې دواړو خواو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
6:- افغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې دې ځايي خلکو ته د چلغوزې فصل اخستلو او په دغو سیمو کې د خلکو د څاروو څرولو اجازه ورکړل شي.
7:-په سیمه کې د ترهګرۍ او ترهګرو پرضد پوځي عملیاتو پرمهال وژل شوو او ژوبلو کسانو کورنیو سره دې مرستې وکړل شي.
:-8 د علاقې امنیت دې خوندي وساتل شي.
یو احتجاج کوونکي ډاکټر کامران وزیر وویل دوی په علاقه کې هیڅ بنیادي اسانتیا نه لري، د علاقې سکولونه او د روغتیا مرکزونه غېر فعال دي او انټرنېټي اسانتیا تر دې مهال نه ده غځول شوې.
هغه وویل د افغانستان سره په پوله پرتو سیمو کې خلکو ته په غرونو کې د جلغوزې فصل اخستلو اجازه نه ورکړل کیږي او د علاقې خلک یې غریبانان دي او څاروي يې غرونو ته نه پرېښودل کیږي.
هغه وویل بل د سختې ناامنۍ سره مخ دي او پرضد یې هره ورځ عملیات کيږي د هغې له امله په علاقه کې عادي ژوند په ټپه ودرېدلی دی.
د احتجاج یو بل ګډون وال ملک ثمر خان وویل د تیرې یوې اوونۍ نه په احتجاجی پرلت ناست دي خو د دوی غوښتنې نه اورېدل کیږي.
هغه وویل د دوی دا احتجاجي پرلت خالص د خپلو بنیادي غوښتنو دپاره دی او که دا غوښتنې نه منل کیږي احتجاج نور پراخوي او د ضلعې غټې لارې به تړي.
ضلعې انتظاميه وایي د لاريون تنظيموونکو سره خبرې روانې دي او د دوی غوښتنې اورېدل شوي دي.
د کوز جنوبي وزیرستان د انتظامیې مشر مرستیال کمشنر محمد ناصر خان وي او اې ډیوه ته ویلي، د احتحاج انتظام کونکي نن د واڼه سیمې مرستیال کمشنر دفتر ته راغوښتی شوي په غوښتنو به یې ورسره خبرې کیږي.
او د بر جنوبي وزيرستان انتظامیې په دې وروستيو کې وي او اې ډیوه ته ويلي وو، په سیمه کې د ورانو کورونو په سروی کې 110000 کورونه شمار کړل او 49000 کورنيو ته معاوضې ورکړل شوي دي.
انتظاميې منلې په لدها سب ډويژن کې اوس هم ځينې علاقې د سروی نه پاتې دی.
په کال 2009 کې په جنوبي وزيرستان کې د وسله والو ضد د راه نجات په نوم پوځي عملياتو له امله د سرکاري شمېرو ترمخه 72000 کورنۍ کډوالې شوې او بيا په کال 2017م کې ويل شوي وو چې د بيرته ستونولو په مهال 150000 کورنۍ واپس لېږل شوې وې.