د کمو اسانتیاو له امله پاکستان کې د سایکلېنګ مقابلو کې برخه اخېستونکې میرمنې ډیرې کمې شوي دي.
د سایکلنګ لوبغاړې وایي، اول خو کور کې دننه د دوي سپورټس کې د برخې اخېستو مخالفت کیږي او که کورنۍ اجازه ورکړي، نو بیا ټولنه کې د میرمنو سایکل چلولو ته په عجیبه نظر ګوري.
کارپوهان وایي، پښتونخوا کې د میرمنو د سایکلنګ د تربیت اسانتیاوې نیشته، خو ددې باوجود یو شمیر جینکۍ دې سپورټس کې برخه اخلي.
نور تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي راپور کې وګورئ