په موسيقۍ کې د ډاکټرۍ ډګري اخيستونکی سندرغاړی راشد خان وايي، رباب او ډول د پښتنو اېجاد دی او د هندي سورونو پېل هم د پښتنو له خاورې شوی.
ښاغلي راشد خان ويلي، ګندهارا تهذيب چې د پښتنو په سيمه خپور و، دغه لفظ ګندهارا نه، ګاندهارا دی چې د ګاندرو نه رواتلی او په سنسکرت ژبه کې ميوزک ته وايي.
له راشد خان سره د ډیوې همکار بختور شاه مرکه کړې.