لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ضرب عضب عملیاتو نهه کاله پوره شول، نتایج یې څه دي؟


واشنګټن - د ضرب عضب پوځي اپرېشن د نهه کاله په پورې کېدو، لا هم د پاکستان پوځ او حکومت یې خپله کامیابي بولي خو د دغه پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوي په لکونو پښتانه اوس هم خپلو سیمو ته د ستنیدو په انتظار دي او ګیله کوي چې کورونه یې وران، کاروبارونه یې تباه شوي او ترهګر او ترهګري لا په سیمه کې شتون لري او هدفي وژنې روانې دي.

د شمالي وزیرستان نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی میر کلام وزیر وایي’’په وزیرستان کې 35 زره د پاکستان پوځ 15 زره ایف سي او پنځه زرو پورې پولیس دي، دا ټول 55 زره امنیتي عسکر په ډیوټۍ دي. او په دې وړه علاقه کې د زرو پورې کسان په ګولو وژل کيږي خو دا معلومه نه شوله چې څوک یې کوي او نه څوک ونیول شو."

څرګنده دې وي، په کراچۍ هوايي اډې د برید نه وروسته د پاکستان پوځ په 15 جون 2014 کال کې د ترهګرۍ خلاف په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل. او دعوه کوي چې پوځ د ترهګرو ملا ماته کړي.

خو ښاغلي میر کلام وزیر په لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د خبرو په وخت وویل چې یاد پوځي اپریشن په ریښتیا یا صادقانه توګه نه دی شوی. هغه وایي چې زر کسان په هدفي وژنه کې دا پوښتنې راپورته کوي چې دا کسان څوک وژني ؟ ولې یې وژني؟ او دا خلک د کوم ځایي راځي او بیا چرته ځي. هغه وايي چې د خلکو کورونه، کاربارونه، سکولونه تباه شول او نهه کاله ورسته هم بد امني ده.

خو د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډیر سید نذیر وایي چې ضرب عضب یو کامیابه پوځ اپریشن په دې وو چې د ترهګرو ټېکانې یا ځالی یې ختمې کړي. هغه وویل چې بهرني ترهګر هلته شتون نه لري او غریزه سیمه ده نو ځکه له تر اوسه پورې مکمله بد امني نه ده ختمه شوې.

ترهګري اوس هم روانه ده، هدفي وژنې روانې دي نو بیا څنګه ورته کامیابه ویلی شئ؟ ښاغلي سید نذیر وایي د عملیاتو نه ډیر امن هم راغلی وو خو بیا سهولت کار پیدا شول او په افغانستان کې د طالبانو د راتګ نه وروسته ترهګري بیا سیوا شوه.

ښاغلي سید نذیر په لویه خېبرپښتونخوا خپرونه کې وویل: د جنرل راحیل شریف په وخت کې دا اپریشن پیل شو خو د ختمولو وخت یې نه وو ټاکل شوې،. ښاغلي وویل چې کډوالو مسلې وس هم موجودې دي او د دوی مسلو ته پام نه دې شوی.

یاده دې وي پي ټي ایم هم د پوځي اپریشن نه وروسته په پوځي چیک پوسټونو د تنګولو، د هدفي وژنو، د ماین پاکولو غوښتنه وخت په وخت تکراره وي. او په پاڅونونو کې هم د بدامني د ختمولو غوښتنه کوي. دوي وايي چې د امن د پاره کار کونکي او غږ پورته کونکي له درکه کیږي. او د بدامنئ لړئ له دوام لري.

څرګنده دې وي د ناامنۍ ضد مختلفو سیمو کې پوځي عملیات شوي. 2004 کې د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان د واڼې سيمې په کلوشه علاقه کې وړومبی عملیات کړي او بيا په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په نوم پراخه عملیات شوي وو.

له دغې وروسته په سوات کې په کال 2009 کې د راه راست په نوم هم پوځي عمليات شوي او په کال 2014 کې بيا پوځ په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دغه عمليات بيا خېبر ته د خېبر ون په نوم غځول شوي وو

له دې نه علاوه د پاکستان پوځ د وسله والو تندلارو پرضد په باجوړ، مومندو، کرمه، اورکزۍ او نورو علاقو کې هم په نورو نومونو عملیات ترسره کړي دي.

پاکستان پوځ دعوه کوي چې د عملیاتو پرمهال یې د وسله والو او ترهګرۍ ملا ماته کړې ده، خوپه عملیاتو کې د ښکېل پاتې شوو سیمو مشران وایي دا جګړه په دوی ور تپل شوې، اوس په دغه جنګ پوره خبر دي چې د دې په شا څوک دي او چا دغه سیمې ته بد امني راوړې.

  • 16x9 Image

    نصرالله خان

    نصرالله خان د پېښور پوهنتون نه په جرنلزم او انتروپالوجي کې ماسټر ډګرۍ لري. له وي او اې ډیوه سره په واشنګټن ډي سي کې کار کوي چې په بېلابېلو موضوعاتو رپوټونه جوړوي او د «لویه خیبرپښتونخوا» خپرونې کوربه دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG