د پېښور په څېر لوی ښار کې د وکالت لپاره د خیبر پښتونخوا د لېرې پرتو سیمو د ښځینه وکیلانو شمېر په زیاتېدو دی.
تر اوسه پورې په پېښور هايي کورټ کې د دغو ښځینه وکیلانو شمېر ډېر کم و.
په دغه ډله ښځینه وکیلانو کې يوه د بنو ضلعې نتاشه صونم هم ده چې د ډيوې خبريال ارشد مومند ورسره مرکه کړې.