لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچينې: د پاکستان قبايلي مشرانو د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په غرض د افغانستان سفر کړی


خبريالان او د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سرچينې وايي، د پاکستان نه د قبايلي مشرانو جرګې او يو پلاوي د افغانستان سفر کړی او د ټي ټي پي د مشرانو سره یې د مذاکراتو په غرض ليدلي دي، خو نه د پاکستان حکومت او نه ټي ټي پي په رسمي ډول دا خبره تاييد کړې ده.

سرچينې وي او اې ډیوه ته تایید کړې چې نزدې لس دوولس ورځې وړاندې اول يوه جرګه او بيا پسې پلاوي د افغانستان سفرونه کړي او د ټي ټي پي د مشرانو سره یې ليدلي دي.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم د پاکستانۍ جرګې د افغانستان د سفر او ټي ټي پي سره د خبرو څه نه دي ويلي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته په تازه خبرو کې ویلي،‌ حکومت یې تیار دی چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي تر منځ منځګړتوب وکړي.

د ټي ټي پي سره مذاکرات

له دې وړاندې هم د طالبانو په مينځګړيتوب د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي تر منځ خبرې شوې وې او په نتیجه کې یې اوږده ډز بندي شوې وه خو دغه خبرې بيا بې د کومې نتيجې ختمې شوې او ټي ټي پي د ډزبندۍ تر ختمولو وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات کړل.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

څېړونکی خبريال رفعت اورکزی وايي، "د پاکستاني طالبانو او حکومت تر منځ په مختلفو وختونو کې د 14 ځلو نه زيات مذاکرات شوي دي، خو دغه ټول ناکامه شوي دي، او هر ځل چې مذاکرات شوي ټي ټي پي ته ګټه رسېدلې او دوی نور پياوړي شوي دي".

د عمران خان په حکومت کې مذاکرات

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه یې په جواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

د يادو خبرو په لړ کې بيا د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او د تېر کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي وو.

نرمه رويه او بې سوچه پاليسي

د پاکستان په اوسني حکومت کې د تېر اپرېل په میاشت کې د ملي امنیت کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي وو، "کمېټۍ په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه ګرځولې" وه. خو د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ جزيات نه وو ويل شوي.

د جنرل فېض حمید مذاکرات

د ټي ټي پي سره د لومړو مذاکراتو په حواله هغه کابل ته د تللې جرګې غړو ويلي وو، دغه مذاکرات د هغه وخت د پېښور کور کمانډر او د ای اېس ای پخواني مشر جنرل فېض حميد د افغان طالبانو په مېنځګړيتوب پېل کړي وو، د قبايلي ضلعو او ملاکنډ مشران دوه ځله افغانستان ته د ټي ټې پي سره د خبرو د پاره تللي، ټي ټي پي ورته، د قبايلي ضلعو انضمام ختمول او د وسلې سره واپس قبايلي ضلعو ته راتګ وو خو بيا به سوات کې د طالبانو ښکاره کېدو او د ډز بندۍ ختمېدو وروسته دغه مذاکرات ځنډېدلي وو.

څيړونکی خبريال فخر کاکاخېل وايي، "دې او پخوانيو مذاکراتو کې به فرق وي، دې ځل به د معاهدې شقونه په ډاګه کول وي دا ځل به مذاکراتو کې ګارنټي اخستل وي د هغې روستو به خبرې په وړاندې ځي".

د عملیاتو منظوري

د اپرېل د مياشتې د ملي امنیت د کمېټۍ په غونډه کې ويل شوي وو د "ټول قوم او حکومت سره په ګډه د ټول اړخيزه کوټلو عملیاتو پېل کولو منظوري ورکړی شوې ده کوم به د يوې نوې جذبې او نوې ارادې سره ملک د ترهګرۍ د لعنت نه پاک کړي".

ويل شوي وو "د پاکستان څخه د هر دول ترهګرۍ د ناسور ختمولو دپاره به په دې مجموعي، هر اړخيزه او کوټلو عملیاتو کې سياسي، سفارتي، امنيتي، معاشي او په ټولنیزه کچه هڅې شامل وي او د دې دپاره د لوړې کچې یوه کميټي جوړه کړل شوې ده".

هم د اپرېل په وروستيو کې د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري نه په يوه خبري غونډه د ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند د پوښتنې په ځواب کې ويلي وو، هغه مذاکرات تېر حکومت پېل کړي وو، د پوځ کار عمليات او جګړه کول دي او هغه کوي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ تګ راتګ

د روان کال په 22 فرورۍ د پاکستان د دفاع د وزیر خواجه اصف په مشرۍ يو لوړ پوړي حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو، د خواجه اصف سره د پاکستان د استخباراتي ادارې [ای اېس ای] مشر لفټننټ جنرل نديم انجم هم مل وو.

پاکستان ويلي وو په ياد سفر کې پاکستاني پلاوي په افغانستان کې د عبوري حکومت د چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ پر زیاتیدونکي ګواښ په ځانګړې توګه د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه خبرې شوې وې.

له دغې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د پلاوي سره د کابل سفر کړی وو.

تېر د مې په مياشت کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي د يو پلاوي سره د اسلام اباد سفر کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG