لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ ويلي، په افغانستان کې د ټي ټي پي په "پټنځايونو او ازادو فعاليتونو" اندېښنه لري


په پښتونخوا او بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو په تېرو میاشتو کې د وسلوالو ډلو تر پرله پسې بریدونو وروسته د پاکستان پوځ ویلي، "په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] په خوندي پټنځايونو او ازاده توګه فعاليتونو یې جدي اندېښنې لري".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان د پوځ بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی خو له دې وړاندې یې تل دغه ډول تورونه رد کړي دي او ټي ټي پي مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې د پوځ څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي "وجود او نظام یې په پاکستان کې دی او د ګاونډي ملک خاوره یې کله نه ده کارولې".

د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منير د جمعې په ورځ د کوټې د سفر وروسته پوځ بيان جاري کړی دی. پوځ ويلي، "په افغانستان کې د موقتي حکومت [طالبانو د واکمنۍ] څخه تمه لري د دوحی د تړون د ژمنو سره سم په اصل معنا خپله خاوره د کوم بل ملک پرضد د ترهګرۍ دپاره کارېدو ته نه پرېږدي".

څو ورځې وړاندې د افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف خان دراني هم ويلي وو، "د افغان حکومت نه هيله لرو چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد اقدامات وکړي مخنیوی یې وکړي".

[هم پښتو ون] سره په مرکه کې اصف خان دراني ويلي وو، "پاکستان به هغه وخت مطمين شي چې تحریک طالبان د مينځه لاړ شي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان پوځي بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ويلی، خو د زیارت- پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهره بلوڅ نه په خبري غونډه کې پوښتنه شوې، په افغانستان کې د واکمنو طالبان ویاند د افغانستان دپاره د پاکستان د ځانګړي استازي دعوې رد کړي.

او هغې یې په ځواب کې ويلي وو، "پاکستان خپل دريځ په ډاګه کړی چې د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد نه کارېدو زمه واري په افغانستان کې د واکمنو ده. او طالبانو څو ځله دغه زمه واري منلې چې خپله خاروه به یې د بل هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو او له دوی وړاندې افغان حکومتونو تل د پاکستان دغه ډول تورونه رد کړي چې ګنې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاريږي.

افغانستان او امريکې به تل په پاکستان دغه ډول تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ترهګرو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي خو پاکستان هم تل دغه تورونه رد کړي.

د پاکستان پوځ د جمعې د ورځې په بيان کې ویلي، "په پاکستان کې ترهګرو عملياتو کې د افغانانو ککړتيا بله مهمه د اندېښنې خبره ده، دا ډول بريدونه د زغملو وړ نه دي او د پاکستان امنیتي ځواکونو به ورته کلک ځواب اووايي".

پوځ ويلي، پوځي مشر په کوټه کې پوځي روغتون ته ورغلی په ږوب کې د پوځي چاوڼۍ په بريد کې د ژوبلو عسکرو سره یې ليدلي او هغه ته د ږوب د بريد احوال وړاندې کړی شوی دی.

د بلوچستان په ږوب ښار کې د جولايۍ په 12مه په پوځي چاوڼۍ وسله وال بريد شوی، او پوځ په بريد کې د نهه پوځي عسکرو د وژل کېدو او 14 ټپي کېدو تاييد کړی وو.

پوځ د بريد کوونکو پينځو ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. د بريد زمه واري د تحریک جهاد په نوم ډلې منلې وه.

د پاکستان لخوا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د موجودګۍ د دعوې لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله دغه تورونه لګولي او په افغانستان کې واکمنو طالبانو یې رد کړی دی.

په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چودري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، او پاکستاني چارواکو د افغانستان سفرونه کړي او د افغانستان نه واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفرونه هم کړي خو د پاکستان لخوا د تورونو لړۍ دوامداره پاتې شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG