پولیس وایي د بلوچستان ایالت د کیچ ضلعې په تربت سیمه کې وسله والو د پولیسو په یوه څوکۍ یا پوسته برید کړی اؤ هغه یې سوځولې ده.
پاکستاني رسنیو د سیمې څخه د پولیس سرچینو له قوله ویلي دا پېښه د خالي - شنبې په ورځ په تربت کې هغه مهال رامنځته شوې چې ګڼ شمیر وسله وال ددغه سیمې یوې کلیوالې پولیس څوکۍ ته په موټر سایکلو ورسېدل اؤ په هغې یې برید وکړو.
د سرچینو په وینا وسله والو پوسته کې ګمارل شوي پولیس د وسلې په زور قابو کړل اؤ په پوسته کې یې د پرتو سامانونو له ماتولو وروسته دغه پوستې ته اور ولګولو اؤ وې سوځوله.
د پولیس چارواکو وینا ده چې دې برید کې د پولیسو پوسته په بشپړ ډول تباه شوې ده خو کومه مرګ ژوبله پکې نه ده شوې.
له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه د پېښې ځاي ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي خو پولیس وایي چې لا هم د پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیول شوي.
په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې چې په بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو څومره ترهګریز بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ بیلتون پاله ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې ده.
په اتمه جنورۍ د بلوچستان صوبې د خضدار ښار سره نزدې په زهري بازار کلي کې وسله والو په ډله ییز بريد کې د ليویز یوه تاڼه، د نادرا دفتر او یو غېر حکومتي بېنک سوځولي وو.
لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې په ټولنيزو رسنيو د حملې ذمه واري منلې وه.
تر دغو پېښو وړاندې د روانې میاشتې په پیل کې هم په تربت کې په یوه بس کې چاودنه شوې وه چې څلور کسان پکې وژل شوي اؤ 32 نور ژوبل شوي وؤ.
څيړونکي وايي، په بلوچستان صوبه کې په وروستيو کې د وسله والو بېلتون غوښتونکو ډلو د چټک شوؤ بریدونو څخه معلوميږي چې دوی خپل قوت او توان سېوا کړی دی.
د بلوچستان بلوڅ بېلتون غوښتنونکي د پاکستان په مرکزي او صوبايي حکومتونو تور لګوي چې په صوبه کې یې په قدرتي وسايلو کې د ځايي خلکو حق تروړلی دی.
اسلام اباد دغه تورونه ردوي او وايي صوبه کې په غټه کچه پرمختيايي پروژې روانې دي چې پکې د چين په پيسو د سي پېک پروژه هم شامله ده.
Forum