پخواني وزیراعظم عمران خان په ټولنیزو رسنیو خپله وینا کې په پښتونخوا کې مخ پر زیاتیدونکو ترهګریزو پیښو باندې اندیښنه ښودلې.
هغه ویلي، په داسې حالاتو کې به د پښتنو غوصه نوره هم سیوا شي او بیا به په ترهګرۍ قابو موندل ګران وي.
څېړونکي وایي اوس پښتنو ته د سر خوندي ساتلو سوال راپورته شوی.
دوي وایي، د ریاست بنیادي فریضه د وګړو د ځان او مال ساتنه ده.
بل پلو ته د پښتونخوا بیلا بیلو سیمو کې عام خلق اوس په ښکاره د ترهګرۍ د ختمولو غوښتنې کوي.
تفصیل د مدثرشاه او هاشم علي په راپور کې.