لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د لږکیو احتجاج: که د فیصل اباد پېښې رڼې پلټنې ونه شي خپل غږ ملګرو ملتونو ته رسوو


د پاکستان پنجاب صوبې د فېصل اباد جړانواله سيمه کې د مسیحیانو د عبادتخانو اؤ کورونو سوځول کېدو د پېښې پرضد پېښور کې د لږکیو ټولنې احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ ویلي یې دي که چېرې حکومت ددې پېښې رڼې پلټنې ونه کړي دوي به د انصاف تر لاسه کوو لپاره خپل غږ ملګرو ملتونو ته ورسوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ دفیصل اباد په جړنواله سیمه کې یو شمیر پاریدلو خلکو د مسیحي اقلیت عبادتخانې اؤ کورونه ړنګ کړي چې د پاکستان ترڅنګ په نړیواله کچه ددې پېښو غندنه روانه ده اؤ په پاکستان ګوتې راپورته شوي دي چې د لږکیو په تحفط کې پاتې راغلی دی.

خو د جمعې په ورځ نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ دکابینې وړومبۍ غونډې ته وینا کې سپیناوی کړی دی چې ریاست اقلیتونو ته زیان رسوونکو سره نه دی ولاړ اؤ هیواد کې به دتندره مذهبي سوچ مخه نیول کیږي.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پېښور پریس کلب مخې ته هم د عیسایي مذهب سره تعلق لرونکو یو شمیر کسانو دجړنواله دپېښې پرضد احتجاجي مظاهره کړې ده اؤ پاکستان کې یې لږکیو ته دتحفظ ورکولو غوښتنه کړې ده.

احتجاج کوونکو د کليساوو او د مسيحي مذهب د پیروکارو د کورونو سوځولو کېدو او هغې ته د زيان رسولو په ضد نعرې وهلې.

د احتجاج کوونکو وېنا وه حکومت دې دوي او د دوي عبادت خانو ته تحفظ ورکړي او د دې پېښې پلټنې دې وشي۔

په احتجاج کې برخه لرونکي علي شهزاد مراد وويل په جړنواله کې د ظلم انتها شوې ده. وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وویل، په پاکستان کې دا پېښه اولنۍ نه ده، دې نه وړاندې کلونو کې هم داسې پېښې شوي دي:

"[د اقلیتونو] کلي سوځول شوي دي، ګڼ خلک د توهين رسالت په مقدمو کې راګېر شوي دي، او ډېر خلک پکې بيا بې ګناه ثابت شوي دي، او اوس هم چې څوک الزام لګوي هغه ثابت شوي نه وي".

د پنجاب صوبې پوليسو ويلي، د فېصل اباد په جړنواله ښار کې د عيسايانو په کليساګانو او کورونو د بريدونو وروسته د 100 نه زيات مسلمانان نيول شوي دي.

د پنجاب حکومت وایي، د جړانواله د پېښو د پلټنو دپاره یې د لوړې کچې کميټي جوړه کړې او زياته کړې یې ده د یو سازش لاندې د امنیت حالت خراب کړی شوی دی.

امریکا په پنجاب صوبه کې د قرآن د سپکاوي تر تورونو وروسته د مسیحیانو پر کلیساګانو او کورونو په بریدونو "ژوره اندېښنه" ښکاره کړې او له پاکستاني چارواکو یې ددې پېښو د پلټنې غوښتنه کړې ده۔

د پېښور پریس کلب مخې ته د راټولو شوؤ احتجاج کوونکو وینا وه وړاندې هم دوي په هدفي بريدونو او بمي چاودنو کې په نخښه شوي دي اؤ ددې ترڅنګ پرې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي تورونه هم لګي چې دهغې له امله یې دلته ژوند ګران شوې دي.

د احتجاجي مظاهرې یو بل ګډونوال سردار تعديل وويل "که ددې پېښې پلټنې ونه شي نو بيا مونږ هم ازاد يو چې ملګرو ملتونو ته لاړ شو". د هغه وینا وه چې د دې ترڅنګ دوی نورو ادارو ته هم له دوی سره په پاکستان کې د کېدونکي چلند په اړه ويلی شي:

"دا خبره مونږي کېدای شي يو اېن ته ورسوؤ، د پاکستان بنياد په دوؤ قومي نظريو باندې اېښودل شوی، چا چې د دې بنياد اېښودلی ولې هغوي ته معلومه نه وه چې دلته نور قومونه هم اوسيږي؟ ".

د بشري حقونو د څار د ادارې هيومن رايټس واچ د رپورټ له مخې1987 د کال تر کال 2021م پورې1855 تنانو باندې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي، په دې کې اکثره تورونه په لږکيو باندې لګول شوي دي.

د احتجاج يو بل ګډونوال سليم فېروز وويل، دلته "مذهبي لېونتوب" سېوا شوی دی. هغه وایي اکثره داسې کيږې چې دلته د اقلیتي وګړو نه پیسې غوښتل کيږي، چې کله هغوي چاته دپیسو ورکولو نه انکار وکړي نو بيا پرې د توهين رسالت تور لګول کيږي:

"په دې وړو وړو خبرو خلک په توهين رسالت تورن کيږي".

پاکستان کې د مذهب د سپکاوي معامله ډېره حساسه ګڼل کيږي، د دې په اړه د موجودو قوانينو بدلولو باندې په ازاده توګه خبرې کمې کيږي خو نړيوالې د بشري حقونو ادارې وخت په وخت غوښتنه کوي چې دې قوانینو کې باید روڼوالې راوستل شي او د شخصې ګټو د پاره د مذهب د سپکاوي د استعمال مخه ونيول شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG