لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې عیسایانو د پنجاب جړانواله پېښې پرضد احتجاج کړی


نن د اتوار/یکشنبې په ورځ کلیساګانو کې د عبادت نه وروسته، دسلګونو په شمیر کې عیسایان د پیښور پریس کلب مخې ته ورټول شوي وو اؤ دوی د پنحاب جړانواله سیمه کې د کلیساګانو د سوځول کیدو په پېښه احتجاج کړی دی.

د احتجاج ګډون والو وویل، د دوی مشرانو د پاکستان په حق کې خپله رایې ورکړې وه. خو اوس دلته نه د دوی ژوند خوندي دی او نه هم د عبادت ځایونه.

د شورو- چارشنبې په ورځ د فیصل اباد په جړنواله سیمه کې یو شمیر پاریدلو خلکو د مسیحي اقلیت عبادتخانې اؤ کورونه ړنګ کړي وؤ چې د پاکستان ترڅنګ په نړیواله کچه ددې پېښو غندنه روانه ده اؤ په پاکستان ګوتې راپورته شوي دي چې د لږکیو په تحفط کې پاتې راغلی دی.

مسیحي ورورولۍ سره تړاو لرونکی د پیښور د یوې کلیسا مشر پاسټر ذوالفقار وایس آف امریکا ډیوه ته وایي دوی چې نن د څومره سختو حالاتو سره مخ دي نو دا دهغه رایې سزا ده چې د پاکستان جوړیدو په حق کې یې ورکړې وه.

پاسټر ذوالفقار زیاته کړه: " کله زمونږ مذهبي مشرانو باندې قاتلانه حملې کیږي، کله زمونږ کلیساګانې ورانول کیږي. کله زمونږ د خویندو میندو سره جنسي زیاتی کیږي. دا مونږ سره څه ډول انصاف دی؟"

دپنجاب د پولیسو مشر ډاکټر عثمان انور وایي جړانواله کې د تشدد نه ډکو پیښو کې د یو 170 ککړو ملزمانو نوملړ تیار کړی شوی دی، چې تر دې دمه پکې 160 شوي هم دي. نوموړي ویلي دي. دغه ملزمانو سره به د قانون مطابق چلند کیږي.

د احتجاج ګډون وال وایي دوي په جړانواله کې د خپلو مذهبي نښو، کتابونو او نورو اثارو سپکاوي ډیر غمجن کړي دي.

یوه میرمن سونیا مسیح وایي، دوي نن دلته دې د پاره راغلي دي چې دوي ته باید انصاف ورکړل شي. هغه وایي د دوي کلیساګانې، انجیل، زبور او نور مذهبي کتابونه سوځیدلي دي.

د سونیا مسیح وینا ده چې: "مونږ ډیر خفه یو چې ولې مونږ سره داسې ناانصافي کیږي. دا ښکاره ترهګري ده. کوم تنان چې دې کې ککړ دي، هغوي ته دې سزا ورکړل شي".

بل پلو ته جړانواله کې د سوځول شوو کلیساګانو د بیا رغونې کار پیل شوی، نن په دغه کلیساګانو کې د اتوار د ورځې ځانګړي عبادتونه هم شوي دي.

احتجاج کوونکي وایي باید حکومت د مذهب د سپکاوي قانون ته بیا کتنه وکړي، ځکه چې زیاتره وختونو کې ددې غلط استعمال کیږي.

دې لړ کې مسیحي ورورولۍ سره تعلق لرونکی کاشف منور وایي، دوی د حکومت نه غوښتنه کوي چې دا څومره هم قوانین دي، 295 ای، بي او سي. ددې دناسم ستعمال مخنیوي د پاره باید دې کې بدلون وکړی شي.

هغه وایي کوم کسان چې ددې قانون غلط استعمال کوي، هغوي ته دې هم سزاګانې ورکړل شي.

چارواکي وایي، جړانواله کې قهرجنو مظاهرچیانو قابو 21 کلیساګانو او 92 کورونو ته اور اچولی و. خو وایي اوس دغه اغیزمنې کورنۍ بیرته کور,نو ته ستنې شوې دي او ددوي د کوټلي امنیت د پاره ګامونه پورته کړل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG