په شته مېړونو کې کونډې: د کال 2014 راهيسې د خپلو سړو د راتلو لارې څاري
د ګل پري نه ګېر چاپېر د خپلې کورنۍ د بې درکه کسانو بې اسرې بچي او بدحاله ورندار ناسته ده.
د ګل پري په څېر د سلګونو کورنيو خپل خپلوان بې درکه دي او د مړه ژوندي درک يې نشته.
تر اوسه ورته نه کوم عدالت او نه هم کومې حکومتي ادارې په دې اړه څه خير خبر ورکړی.
د دوی يو نه ختمېدونکی انتظار په دې اسره روان دی چې يوه نه يوه ورځ به يې د دوی په وينا پاکستاني استخباراتي ادارو اوچت کړي خپلوان راپيدا شي.
تفصيل د ارشد مومند په رپورټ کې