لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې د یوې شپږکلنې ماشومې مړی موندل شوی


په پېښور کې د بې درکه شوې شپږکلنې ماشومې مړی موندل شوی دی. خپلوانو یې ويلي د ماشومې مړی یې په داسې حال کې موندلی چې تېزندي ورته اچول شوې وه.

ياده پېښه د پېښور د خزانې په علاقه کې شوې ده، خپلوانو یې ویلي ماشومه د نهې- سه شنبې په ماښام بې درکه شوې او پرون د شورو- چهارشنبې په ورځ یې ورته مړی ترلاسه شوی دی.

د وژل شوې ماشومې نيکه فقير محمد ډيوه ته وويل نمسۍ يې ماښام وخت د کور نه بهر وتلې وه، دوي لټون پېل کړ، خپل خپلوانو کره يې ټېلفونونه وکړل، خو کوم معلومات ورته ترلاسه نه شول، ،بيا يې د خزانې پوليس سره ابتدايي رپورټ درج کړی وو.

فقير محمد وويل د ماشومې جسد بيا نزدې د "لوخې" په ځنګل کې تر لاسه شو، تېزندي وراچول شوې وه، په بدن يې کوم نور د تشدد نخښې نه دي ښکاره شوي.

نوموړي وويل دوي د مومندو بېزو سيمې سره تعلق لري کله چې هلته بدامني وه دوي د خزانې کېمپ ته کډه کړې وه، چا سره شخصي دښمني نه لري او ماشومه يې تازه سکول ته کښېنولې وه او ديني زدکړې به يې هم کولې.

د خزانې پوليسو تاڼې مشر اعزاز عالم وي او اې ډيوه ته ویلي، د نامعلومو کسانو په ضد مقدمه درج کړی شوې، د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي او د پوسټ مارټم د پاره نمونې هم لېږل شوې دي.

د پوليس افسر په خبره ابتدايي پلټنو کې د جنسي تېري کومې نخښې نه دي ترلاسه شوي. پوليس وايي مقدمه د ماشومې د تره صابر په مدعيت کې درج کړی شوې، او دوي په ساينسي بنيادونو د پېښې پلټنې کوي.

د ماشومې نيکه فقير محمد ډيوه ته وويل دوي غوښتنه کوي چې د ماشومې قاتلان دې زر تر زر ونيول شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو غېر دولتي تنظيم ساحل روانه میاشت په خپل تازه رپورټ کې ویلي چي په هېواد کې د روان کال جنورۍ او جون مياشتو په منځنۍ موده کې اوسطا په ورځنیو بنيادونو 12 ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي دي.

د ساحل د رپورټ ترمخه د سږني کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ماشومانو سره د زياتیو ټولې 2227 پېښې مخې ته راغلې دي.

د ساحل په رپورټ کې راغلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د 6 او 16 کلونو د عمر 457 جينکۍ او 593 هلکان د تشدد نښه ګرځول شوي دي.

د رپورټ ترمخه تر ټولو زياتې 74 فيصده پېښې په پنجاب کې، 24 فيصده په سيند صوبه کې، اووه فيصده پلازمینه اسلام اباد کې، خېبرپښتونخوا کې درې فيصده، بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمیر کې د ماشومانو سره د تشدد او جنسي تېريو دوه فيصده پېښې رپورټ شوې دي.

په کال 2022م کې په ټول هېواد کې 2123 ماشومان د جنسي تېريو نخښه ګرځول شوي وو.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG