لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روپۍ ارزښت غورځېدو سره پاکستان کې د سرو زرو بیعې هم په بره تللي دي


په پاکستان کې د ډالر د بیعې لوړېدو له امله د سرو زرو نرخونه هم سېوا شوي دي اؤ زرګران وایي د زیاتې ګرانۍ له امله اوس په ودونو ښادیو کې هم دوي نه خلک هغسې کالي پتري نه اخلي لکه مخکې چې به یې اخستل.

د پېښور اندر شېر بازار د سرو زرو د کاروبار لپاره مشهور دي، د دې بازار دوکانداران وايي چې پاکستان ته سره زر د نورو هېوادونو نه راوړل کيږي، د هغې پېسې دوي په ډالرو کې ورکوي او چې کله د روپۍ ارزښت کم او د ډالر بیعه زياته شي نو اغېزې یې د سر زرو په نرخ هم کیږي.

د اندر شېر بازار د زرګرانو د اتحادیې عمومي سکتر بختیار غفران وایي، له کله نه چې پاکستان کې نګران حکومت جوړ شوی له هغې راپدیخوا د سرو زرو د یوې تولې بیعه کې 30 زره روپۍ اضافه شوې ده.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی غفران وایي دا مهال د سرو زرو د یوې تولې بیعه د 2لکه اؤ 30 زرو روپو نه اوښتې ده اؤ د خلکو د کالو پترو اخستو یا جوړولو توان کم شوی دی.

نوموړی وایي د سرو زرو بیعې د ډالر سره تړل شوي وي اؤ چې څنګه په پاکستان کې د ډالر بیعه لوړیږي همدغسې ورسره د سرو زرو بیعې هم سیوا کیږي.

په دې وروستیو کې د پاکستاني روپۍ ارزښت په چټکتیا سره په ښکته روان شوی دی اؤ دا مهال پاکستان کې یو ډالر څه له پاسه په 307 روپۍ د بینکونو دننه تبادله کیږي خو په خلاص مارکیټ کې بیا د ډالر بیعه د 228 روپو نه هم په بره تللې ده.

د اندر شېر بازار عمومي سکتر وایي د سرو زرو د بیعو لوړېدو له امله یې په روزګار بدې اغېزې شوې دي اؤ د کالو پترو خرڅون یې 90 فیصدي په ښکته تللی دی.

دهغه په خبره، وړاندې چې به یو تن د واده ښادۍ لپاره 10 تولې سره زر اخستل هغه اوس دوه تولې اخلي.

نوموړی وایي په موجوده حالاتو کې زیاتره خلک د ودونو، ښادیو د دوؤ تولو سرو زرو د اخستو توان هم نه لري خو چې ځان ډیر لنډ تنګ اؤ مجبوره کړي نو دوه تولې کالی واخلي.

د سرو سرو د پاره د مشهورتيا باوجود هم په دوکانونو کې د اخستونکو ګڼه ګوڼه نه ليدل کيږي، د مارکيټ مشران وايي په اندر شېر بازار کې د 600 زيات لوی دوکانونه دي، د ټولو د سرو زرو خرڅ تر 90 فيصده پورې راکم شوی دی.

بختیار غفران وایي زیاتره خلک خو اوس ګرانۍ دومره ځپلي دي چې په ودونو ، ښادیو کې یې د کالو پترو جوړولو وس نه وي مصنوعي کالي په لږو پیسو واخلي اؤ په هغې خپل کار وچلوي.

د سرزو زرو د بیعو زياتېدو سره دوکانداران وايي چې د منصوعي کالیو په نرخ کې هم زياتوالی راغلی دی.

په اندر شېر کې د افغاني زیوراتو او مصنوعي زرو خرڅونکي وايي د خلکو د سرزور د اخستو مالي توان کمېدو سره د منصوعي کالیو زرو خرڅ زيات شوی دی.

محمد طاهر چې د مصنوعي زرو یا کالو پترو دوکان لري وي ای ډیوه ته وایي‌ زیاتره کاهګان چې له هغه منصوعي کالي اخلي نو ورته ژړا فریاد کوي چې هغوي په دې ګرانۍ کې د رزق پیدا کولو غم وکړي که سره زر واخلي.

نوموړی وایي د یو تولې سرو زرو په بیعه د ټول کور د ښځو اؤ ماشومانو مصنوعي کالي کیږي نو ځکه اوس زیاتره خلک د سرو زرو د اخستو پځای مصنوعي کالي اخستو ته اولیت ورکوي.

نوموړی وایي اوس په پېښور کې افغاني کالي پتري اؤ مصنوعي زر د یو فیشن په توګه استعمالیږي اؤ په دې مصنوعي کالو د مېرمنو اؤ ماشومانو ډول سینګار اؤ سیالي هم برابریږي اؤ‌ لګښت پرې هم کم کیږي نو ځکه زیاتره خلک د سرو زرو په ځاي مصنوعي اؤ افغاني کالي اخلي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG