لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې اقلیتونو له سپریم کورټ غوښتي باید د ژوند تحفظ ورته ورکړل شي


په پاکستان کې د مذهبي لږکیو خلاف او په ځانګړي ډول په دې وروستو کې د فېصل اباد جړانواله کې د عيسوي عبادت خانو او کورونو د سوځولو په ترڅ کې عيسايانو او سيکانو سپريم کورټ ته خواست کړی چې په هېواد کې دې د لږکيو ژوند خوندي کړی شي.

سيکان وايي د مذهبي سخت دریځو لخوا د هدفي وژنو له کبله د دوی د خلکو په سوونو کورنۍ د هېواد نه بهر او نورو صوبو ته په کډه کولو مجبوره شوي دي.

د پنجاب د فیصل اباد ښار تر څنګ په جړانواله سيمه کې د اګست په 16مه وروسته له هغې د عیسایانو عبادتخانې او کورونه سوځول شوي وؤ چې د عيسوي ټولنې په ځینو کسانو باندې د قران او پېغمبر اسلام د سپکاوى تورونه ولګول شول.

دغه مهال پارېدلو مسلمانانو په بېلابېلو سيمو کې د مسيحيانو ابادۍ په نخښه کړې وې او د هغوي يو شمېر کليساوې او کورونه هم سوځول شوي وو.

د جړانواله او د لږکيو د تحفظ په اړه سپريم کورټ کې د اوریدنې په مهال عدالت د پنجاب پولیسو مشر، د داخله چارو محکمې او اېډوکېټ جنرل ته نوټسونه جاري کړي او د قضيې اوریدنه یې تر دوو اوونیو ځندولې ده.

په عدالت کې د عيسوي ټولنې استازي اؤ د اېمپليمټېسن مینیارټي رايټس فورم مشر سېمول پيارا
خواست کړی چې دوي ته باید ښکاره کړی شي چې په صوبه کې حکومت د لږکيو د حفاظت لپاره څه ګامونه پورته کړي دي؟

سيمول پېارا وي او ای ډيوه ته ویلي د مذهب د سپکاوي قانون څخه دوي ته هېڅ مسله نه شته، خو باید ددې د ناسم استمال مخه ونيول شي او هغه خلک دې په ګوته کړی شي او سزا دې ورکړی شي چې ددې ناسم استعمال کوي.

سپریم کورټ د جړانواله پېښې په اړه د مشترکه تحقيقاتي ډلې رپورټ هم غوښتی دی او د پنجاب حکومت ته یې ویلي چي ابتدايي رپورټ دې خواست کوونکي ته هم ورکړل شي.

بل لور ته اسلام اباد کې د مذهبي اقلیتونو د حقونو غېرسرکاري کمېشن په کانفرنس کې د يو متفقه قرارداد د لارې غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د مېشتو عيسويانو او نورو مذهبي لږکیو د عبادت ځاېونو تحفظ دې باوري کړی شي.

د کانفرنس په اخر کې جاري کړی شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د فېصل اباد په جړانواله کې د تېرې میاشتې د بوږنوونکې پېښې په څېر په ګرد هېواد کې "د عيسوي ټولنې خلاف د تشدد، امتيازي چلند او د ظلم د خاتمې لپاره دې قانون سازي وکړی شي".

د اقلیتونو د حقونو او ټولنیز فعال اګسټن جېکب وي او اې ډیوه ته وویل، "د لږکيو د حفاظت لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړی شي، تو څو چې زموږ په نصاب کې داسې مواد وي چې د لږکيو لپاره مضر وي نو بايد په داسې نصاب نظر ثاني وشي".

په کانفرنس کې شریک د پاکستان د مذهبي اقلیتونو پخواني وزیر اعجاز عالم اګسټن وویل، د جړانواله پيښې په ضد رياست هغه شان کاروايي نه ده کړې څنګه چې د نهمې مې په پېښو شوي وه، ښاغلي اعجاز وي او اې ډیوه ته وویل:

"په 21 ايف ای آرو کې چې پکې لس زره نه زیات خلک ککړ وو تر اوسه خالي 200 تنه نيول شوي او همدا وجه ده چې د لږکيو پر ضد په تشدد کې اضافه ليدل کېږي، ولې چې مجرمانو ته پته وي چې هغوی به د قانون څخه بچ شي".

په کانفرنس کې ویل شوي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په حواله د خورې شوې ویرې برعکس پېدا شوي صورتحال د مخنيوي لپاره بايد د هېواد امنيتي ادارې هم خپل کردار ولوبوي او غوښتنه یې کړې چې د جړانواله په پېښه کې د غفلت مرتکب پوليس چارواکو خلاف دې هم د قانون سره سم ګامونه پورته کړی شي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې مذهبي لږکیو ته تر ټولو زیاته خطره د مذهب د سپکاوي د لانجمن قانون د ناسم استعمال ده او د بشري حقونو ډلې وايي په هېواد کې دا قانون زياتره خلک د شخصي ګټو او تربګنیو لپاره کاروي.

هم دا راز نن د جمعې په ورځ په پاکستان کې د سيکانو د ټولنې خلاف په خېبر پښتونخوا کې د هغوي د هدفي وژنو په اړه هم په سپریم کورټ کې د يو خواست اورېدنه شوې ده.

په دې موقعه د سيکانو استازي عدالت ته ویلي، په کال 1947م کې ځینې سيکهان هند ته کډه شوي وو خو زياتره چې په پاکستان کې پاتې وؤ اوس د هغوي په ګوردوارو قبضې کېږي او په ځانګړي ډول پښتونخوا کې د هدفي وژنو ښکار کېږي.

په دې موقعه ډيوه سره خبرو کې د سيکانو استازي سردار بشنا سنګهـ وویل د هغوي په ګوردوارو قبضې کېږي او ددې ترڅنګ د هغوي غړي هم په هدفي حملو کې وژل کېږي.

ده وويل په خېبر پښتونخوا کې د هدفي وژنو وروسته د سيکهانو 35 کورنۍ حسن ابدال، 70 کورنۍ لاهور او نزدې 50 کورنۍ بهر هېوادونو ته کډه شوې دي. ښاغلي بشنا وویل پېښور او د ښار د چاپېره سيمو څخه نزدې 350 کورنۍ کډه شوي.

عدالت د سيکانو د ټولنې په خواست د پښتونخوا صوبې پوليس مشر ته هم نوټس جارى کړی او ویلي یې دي عدالت دې خبر کړی شي چې حکومت په دغه صوبه کې د سيکانو د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره څه اقدامات کړي دي.

سږ کال په پاکستان کې نزدې درې سيکان په هدفي توګه وژل شوي دي او د تېر جون میاشت کې نامعلومه وسله والو په لاهور ښار کې هم يو سيکهـ په ډزو وژلی ؤ.

ملکي او د نړيوالو ادارو رپورټونه پاکستان د لږکيو لپاره تر ټولو زیات خطرناک هېواد ګڼي، دغلته د احمدي ټولنې په عبادت خانو هم بريدونه کېږي او اکثره په هدفي بريدونو کې هم وژل کېږي.

دغه شان په دې هېواد کې تنکیو هندوانو جينکو سره په زوره د ودونو او مذهب بدلولو پېښې هم رپورټ کېږي خو د پاکستان حکومت تل دا تورونه ردوي او وايي لږکي په خپل مذهب د عمل کولو پوره ازادي لري او وايي پاکستان د لږکيو لپاره خوندي هېواد دی.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG