د انټرنېشنل لیبر ارګنایزېشن د رپورټ له مخې، پاکستان په نړیواله کچه د جنسیت په بنسټ په دندو کې تر ټولو لوی توپیر لرونکی هېواد دی، چیرته چې ښځې په بېلابېلو څانګو کې د نارینه په پرتله د پام وړ کمه تنخا ترلاسه کوي. نور تفصیل له اسلام اباد څخه وقار احمد وړاندې کوي:
د مارچ په څلورمه په بنو ښار کې دوو ځانمرګو بریدګرو د پوځ په مرکز حمله وکړه، چې پکې ۱۵ کسان ووژل شول. د برید ذمه واري "جېش الفرسان" نومې ډلې منلې ده. ایا په پاکستان کې نوې ترهګرې ډلې را څرګندېږي، که زړې ډلې بېرته فعالې شوې دي؟ تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
په اسلامآباد کې خبریالانو د مطبوعاتو له کلبه تر پارلمان پورې د پیکا لانجمن قانون په ضد احتجاج کړی او په پاکستان کې یې د خبریالانو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده. د پاکستان حکومت وایي دا قانون د خبریالانو په ضد نه، د جعلي خبرونو د مخنیوي لپاره جوړ شوی دی. تفصیل د وقار احمد په رپوت کې:
ښاغلي اردوغان ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډيرې قربانۍ ورکړي او موږ د ترهګرې په ضد جګړه کې د پاکستان بشپړ ملاتړ کوو
په غونډه کې د مختلفو خبریالانو تنظیمونو استازو څرګنده کړه چې د دې قانون له لارې د بیان د آزادۍ لمنه ورټولولی شي اؤ حکومت د خلکو د حقونو د له منځه وړلو هڅه کوي
په اسلام اباد کې افغانې فعالانې وايي چې د پولیسو هره ورځنۍ چاپې د دوی ژوند لا سخت کړی دی. دوی زياتوي چې د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته راغلې وې، خو دلته هم ځانونه خوندي نه ګڼي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو په نوم غېردولتي ادارې په خپل کاليز رپورټ کې ويلي، پاکستان کې په تېر کال 2024م کې ترهګر بریدونه 40فيصده سېوا شوي او تر ټولو زياتو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان (ټی ټي پي) منلي دي.
د پاکستان د مواصلاتو ادارې (پي ټي اې) رپوټ وايي چې په هيواد کې په ټکنالوجۍ او ډیجیټل برخو کې د ښځو د ګډون کچه لا هم په اندېښمن ډول ټیټه ده. د ښځو د حقونو فعالانې وایي د پاکستان ټولنیز روایات د ښځو د پرمختګ کې خنډ دي. نور تفصيل اسلام اباد نه د ډيوه خبريال وقار احمد وړاندې کوي:
د پاکستان انسټیټیوټ فار پېس سټډیز په رپورټ کې راغلي چې د نومبر په میاشت کې خېبر پښتونخوا صوبه کې د ترهګرۍ 41 پېښې رامنځ ته شوي دي چې په کې د کورمې دوه فرقه ییزې پېښې هم شامل دي او په دې کې 114 کسان وژل شوي دي
د بشري حقونو د څار غېر دولتي کميشن ويلي که څه هم په پاکستان کې د ښځو په انتخابي او سياسي عمل کې د برخي باوري کولو لپاره يو شمير ايیني او قانوني ګامونه پورته کړی شوي خو په انتخابي عمل کې ټکټونه د شتمنې طبقې ښځو ته ورکول کيږي
پاکستان کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې حال کې نماځل کيږي چې د سرکاري شمېرو ترمخه د سکولونو نه بهر ماشومانو شمېره 28 ميلينو ته رسېدلې ده. د ماشومانو د حقونو فعال وايي، د سکولونو نه بهر ماشومان اکثره په مزدورو، مشقت اخته شي او يا بيا د جنسي تيريو ښکار شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خېر ښېګړې ادارې یونيسف يو تازه بیان کې ويلي د پنجاب په مرکزي ښار لاهور او په ځینو نورو ضلعو کې په تېره هفته کې د هوا د ککړتیا کچه د ملګرو ملتونو د صحت ادارې د هوا د مېعار نه 100 چنده زیاته شوې ده چې له امله یې په پاکستان کې 11 ميلينه ماشومان د خطر سره مخامخ دي.
د کال 2018م په لومړۍ نېټه ټرمپ په اېکس [پخواني ټویټر] يو پوسټ کې ويلي لیکلي وؤ "پاکستان د امريکا نه 33 اربه ډالره مرستې اخستي خو په بدل کې يې دورغ ويلي، ټګې يې کړې او په خپله خاوره يې ترهګر ساتلي دي"
د امریکا صدارتی ټاکنې تل د پاکستان لپاره مهمي وي ځکه چې د امریکا بهرنۍ تګلارې د پاکستان اقتصاد، امنیت او د نړۍ په سياست اغيز کولی شي.
پاکستان کې د څېړنیزې ادارې (پېکس) تازه رپورټ وايي، هېواد کې د ترهګر بریدونو په مجموعي شمیر کې کمښت لیدل شوی خو بیا هم اکتوبر د کال 2024م دويمه خونړي مياشت وه چې پکې 198 کسان وژل شوي دي. تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې:
د پکس رپورټ ترمخه د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي
د اکتوبر په 29مه د روس مرستيال دفاع وزیر کرنل جنرل اليګزېنډر فومن د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير او د پاکستان هوايي ځواک مشر ايير چیف مارشل ظهیر احمد سندهو سره ليدلي، په دوه اړه خيزه دفاعي همکاريو او سيمه ییزه امنیت يي ټينګار کړی دی.
اسلام آباد کې د شنګهاي همکارۍ سازمان 23مې سرمشريزه پرانستې غونډې ته په وينا کې د پاکستان وزير اعظم شهباز په سیمه ييزه امنيت او ثبات ټينګار کړی دی. سږ کال دا غونډه په داسې وخت کې روانه ده، چې د ياد تنظيم دوه باني غړي هيوادونه روس او چين هم د ترهګرۍ څخه متاثره شوي دي.
نور کتل