د ترکیې صدر طیب اردوغان پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په مهال د ترهګرۍ ضد جګړه کې د اسلام اباد ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي چې ترګیه به دې جګړه کې د پاکستان تر څنګ ولاړه وي.
پینځه کاله ورستو د طيب اردوغان د پاکستان دورې په مهال د دواړو هيوادونو ترمينځ د سوداګرۍ او په دفاعي برخو کې د همکارۍ په پراختيا هم خبرې اترې شوې دي .
ښاغلي اردوغان ويلي چې پاکستان د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ډيرې قربانۍ ورکړي او موږ د ترهګرې په ضد جګړه کې د پاکستان بشپړ ملاتړ کوو.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ملاتړې وسله واله ډله "هېت تحریر الشام" (ایچ ټي ایس) اوس په شام کې په يوه واکمنه ډله بدله شوي ده.
څېړونکي وايي چې هلته جنګېدونکي پاکستاني او افغان وسله وال ممکن خپلو سیمو ته ستانه شي.
څېړنکاره ارحمه صديقه ډيوه ته وایي،په پاکستان او افغانستان کې چې کوم عسکريت خوښي عناصر دى لکه تحریک طالبان پاکستان نو امکان دی چې د شام څخه ستنېدونکي وسله وال هغوي ته لاس ورکړي او ورسره به په پاکستان کې د ترهګرۍ فعالیتونه زيات شي.
د پاکستان د سرکاري راډيو ترمخه وزير اعظم شهباز شريف او صدر اردوغان په اسلام اباد کې د وزير اعظم په دفتر کې د دواړو هيوادونو ترميځ د همکارۍ د عالي شورا د اوومې غونډي ورسته ځينې موافقې هم لاسليک کړي.
په دغو تړونونو اؤ مفاهمتي یاداښتونو کې د دواړو هيوادونو مابين د دفاع , توانايي, معدنياتو , اوبو , سوداګري , صنعت او ساينسي تعليم سر بېره ځينې نورو برخو کې د تعلقاتو د پراختيا لپاره موافقې شاملې دي.
څيړونکي وايي پاکستان او ترکيه د مودو راهسې خپلو کې دفاعي اړيکې لري.
څېړونکی سلمان جاوید وي او اې ډيوه ته وایي،ترکيه د پاکستان سره سټراټيجکي اړېکې لرى او ترکيه تل د پاکستان سره د کشمیر په معامله ولاړه پاتې شوې ده.
د هغه په خبره" او هم دا ډول پاکستان د قبرص په ستونزه د ترکيې سره ولاړ وي، د دواړو هېوادونو ترمنځ چې دا کومې سټراټيجکي معاهدې دي دا يو زوړ تاریخ لري "
د ترکې صدر هوډ څرګند کړو چې پاکستان سره به سوداګريزه ورکړه راکړه د کال په سر ۵ اربه ډالرو ته رسوي چې دا وخت يي حجم ۱ ارب ډالر دی.
د دواړو هيوادونو ترمينځ د ټيټ تجارتي حجم لامل څيړونکي د دواړو هيوادونو اقتصاد بولي.
څېړونکې سارا اکرم ډیوه ته وایي،د دوه اړخیزه تجارت حجم ځکه کم دی چې د پاکستان اقتصاد د تېرو څو کلونو راهیسې خراب دی، او دا هغه عنصر دی چې دوه اړخیزه تجارت ېې کم کړی دی.
د هغې په وینا د پاکستان اقتصاد د ګرانۍ له کبله اغېزمن شوی چې په برامداتو باندې هم بد اثر کړی دی. او د ترکيې څخه زيات درآمدات هم نه کېږي او ددې ترڅنګ په څؤ کلونو کې د ترکيې معشیت هم د فشار ښکار پاتې شوی دی.
د ترکې صدر ويل چې انقره به د فلسطينيانو ملاتړ جاري ساتي او پاکستان او ترکيه دواړه به د سيمې د امن او ترقۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
Forum