لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د شنګهاي همکارۍ سازمان غونډه کې په سيمه ييزه امنيت او ثبات ټينګار شوی


اسلام آباد کې د شنګهاي همکارۍ سازمان 23مې سرمشريزه پرانستې غونډې ته په وينا کې د پاکستان وزير اعظم شهباز په سیمه ييزه امنيت او ثبات ټينګار کړی دی. سږ کال دا غونډه په داسې وخت کې روانه ده، چې د ياد تنظيم دوه باني غړي هيوادونه روس او چين هم د ترهګرۍ څخه متاثره شوي دي.

د اکتوبر په شپږمه نېټه د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې په یو ترهګریز برید کې د دوو چينايي انجنيرانو له وژل کېدو او د اکتوبر په 11مه بلوچستان کې د 21 کان کېندونکو له وژل کېدو وروسته د جنوبي اسيا په هېوادونو کې د ګواښ کچه لوړه شوې ده.

د اېس سي او دا غونډه په سيمه کې د ترهګرۍ ختمولو د پاره څه کردار لوبولی شي؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې د نړیوالو چارو استاز ډاکټر محمد شعېب وايي،"پاکستان دومره توان نه لري چې ترهګر يوازې کامیابي ترلاسه کړي. د نړيوالو طاقتونو د ملاتړ ضرورت لري، لکه چین کولی شي افغانستان سره د پاکستان اندیښنو باندې خبرې وکړي ځکه چې پاکستان د ترهګرۍ تور په افغانستان پورې کوي، دغه شان پاکستان بلوچستان کې د روانو حالاتو ذمه واري په هند ور اچوي، نو باید پاکستان بیا هند اؤوایران سره په دې خبرې وکړي ځکه چې بلوچستان صوبې کې د چین سرمایه کاري ډیره زیاته ده".

نوموړي زياته کړه، "زما په اند دې کانفرنس نه پاکستان دا ګټې ترلاسه کول غواړي چې بیروني سرمایه کاري يقیني کړي ځکه چې ترکومه يو هیواد کې امن نه وي نو بهرنۍ سرمایه کاري ممکنه نه ده، مثال یې دا دی چې بلوچستان کې کوم د امنیت حالات دي هغې له وجې تراوسه سي پیک منصوبو باندې کار مکمل نه شو".

شنګهاي همکاری سازمان کال 2001 کې چین او روس جوړ کړی او د دې بنیادي مقصد د ترهګرۍ په ضد دفاع زیاتول وو خو سږ کال د مارچ په میاشت کې ماسکو د ترهګرو په نخښه وو دغه شان پاکستان کې کار کوونکو چینیايي وګړو باندې هم پرله پسې بریدونه شوي دي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د شميرو ترمخه په تیرو شپږو کالو کې په پاکستان کې په بهرملکیانو اووه بریدونه شوي، په زياترو کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ سي پېک باندې کار کوونکو چينايانو باندې شوي دي.

د امنيتي چارو کار پوه تيمور خان وايي، "هيله لرو چې د ترهګرۍ په ضد به د ايس سي او غړي هیوادونه خپلو کې رابطې زیاتې کړي ځکه چې دې تنظیم اکثر له غړي هیوادونه د ترهګرۍ ښکار دي ، بله مثبته خبره دا هم ده د چې هند خارجه وزیر هم ويلي دي د ترهګرۍ په ضد د موثره تګلارو ضرورت دی، دغه شان چین او پاکستان هم د ترهګرۍ ضد خپلو هڅو په جاري ساتلو اتفاق کړی دی".

د پاکستان په کوربه توب به د شانګهاي همکارۍ سازمان (SCO) په دې دوه ورځنې غونډه کې د چین، روس ، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان د وزیراعظمانو په شمول د ایران مرستیال صدر، د هند د بهرنیو چارو وزیر ګډون کوي.

وړاندې هند څو واري په پاکستان تور لګولی چې اسلام آباد د ترهګرو ملاتړ کوي خو پاکستان وار په وار دا تورونه رد کړي او ويلي یې دي، هند د بلوچستان په نا امنۍ کې لاس لري.

د نړيوالو چارو کار پوه ډاکټر منور حسن وايي، "ترهګري يواځې د پاکستان مسله نه ده، په ترهګرۍ چین، روس، ایران ، ترکیه او غربي هیوادونه هم تشویش لري، زما په آند چې څنګه نور هیوادونه د ترهګرۍ په ضد د همکارۍ خبره کوي هند ته هم پکار دي چې خپلو ګاونډي هیوادنو سره د ترهګرۍ په ضد يوه جامع تګلاره جوړه کړي".

افغانستان د کال 2012 راهیسې د څارونکي په توګه د سازمان په غونډو کې برخه اخلي خو په 2021م کې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي نو هغوي ته په دې غونډو کې د ګډون بلنه نه ورکول کيږي او د اسلام اباد په غونډه کې هم طالب استازي ګډون نه لري.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG