لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ماشومانو نړيواله ورځ: پاکستان کې د 28 ميلينو څخه زيات ماشومان د سکولونو نه بهر دي


پاکستان کې د ماشومانو نړيواله ورځ په داسې حال کې نماځل کيږي چې د سرکاري شمېرو ترمخه د سکولونو نه بهر ماشومانو شمېره 28 ميلينو ته رسېدلې ده. د ماشومانو د حقونو فعال وايي، د سکولونو نه بهر ماشومان اکثره په مزدورو، مشقت اخته شي او يا بيا د جنسي تيريو ښکار شي.

تېر کال د پاکستان پخواني صدر عارف علوي د 28 ميلينه ماشومانو شمېره په خپله ويلې وه، چې د سکولونو نه بهر دي.

سږ کال د فرورۍ په میاشت کې د يونیسف په رپوټ کې ويل شوي وو، پاکستان په نړۍ کې دويم لوی هيواد دی چرته چې د پينځو کالو نه تر 16 کالو پورې ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

پوهان وايي غربت، د تعليمي ادارو نشتوالی او په سکولونو کې د بنيادې اسانتياو کمی هغه علتونه دي چې له امله یې اکثره ماشومان د تعليم لړۍ قطعه کړي.

د ماشومانو د حقونو فعال ډاکټر خليل ډوګر وايي، "که ماشومان سکول ته نه ځی نو بیا یا خو مشقت کوي يا بیا خیرات غواړي که وګورو نو زمونږ په ټولنه کې ورځ تر بلې د سکولونو نه بهر ماشومانو شمیره زیاتیږي، بل حکومت هم تعلیم دپاره ډېر بجټ نه ساتي نه حکومت تعلیم سنجیده اخلي ځکه چې دلته که هريو حکومت راشي نو کوشش کوي په څه طریقه خپل موده پوره کړي، تعلیم وړومبی ترجیح پکار ده او دې د پاره باید چې کوټلې تګلاره جوړه کړی شي".

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې يونسيف د کال 2024م د شمېرو ترمخه په ټول پاکستان کې تعليم نه بې برخې ماشومانو زياته شمېره د جينکو ده.

په صوبو کې د سکول نه بهر ماشومانو شمېر په پنجاب کې تر ټولو زیات دی، خو د ابادۍ په حساب دغه شرحه بیا په بلوچستان کې ترټولو زیات یعنې 65 فیصده ماشومان د سکولونو نه بهر دي.

د خېبر پښتونخوا حکومت د شمېرو له مخې په خېبر پښتونخوا کې څلور نیم میلینه ماشومان د سکولونو نه بهر دي، په دې کې نزدې یو میلین ماشومان د قبايلي ضلعو دي.

د ماشومانو د حقونو فعال وايي، پاکستان کې د ماشومانو د حقونو خوندي کولو دپاره د حکومت لخوا د پارليمان د لاري يو شمېر قوانين جوړ شوي دي خو عملي کولو کې يي ګڼ شمېر خنډان موجود دي چې له امله يې ماشومان د خپلو قانوني او بشري حقونو نه بي برخي دي.

د بشري حقونو وزارت د ماشومانو د ژغورنې مشره ربعيه هادي وايي، "اکثره سکولونه لرو پرتو سیمو کې دي او لارې یې ټیک نه وي نو ځکه مور پلار نه غواړي چې ماشومان یې غېر محفوظه سفر وکړي، بیا دلته دا کلتور جوړ شوی، چې د جینکو تعلیم باره کې خلک خبرې کوي نو مور پلار یې سکول ته نه لیږي اوس هم په ټولنه کې دا فکر دی چې هلکان د تعلیم په ځای څه هنر زده کړي، چې بيا ورته روزګار کول اسان وي، دغه شان په سکولونو کې د استادانو نشتوالی هم د ماشومانو د تعلیم نه د محرومۍ لوی سبب دی".

کار پوهان وایي، په کوم رفتار چې د پاکستان ابادي سېوا کيږي، په هغه رفتار وسیلو کې او بیا په خصوصي ډول د تعلیم څانګه کې اضافه نه کیږي.

په پاکستان کې حکومت په دې وروستیو کې د تعلیم بیړنی حالت اعلان کړی دی خو د خېبر پښتونخوا په ډېرو قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ په پېښو کې ويجاړ شوي او په بمونو الوځول شوي د جينکو سکولونه لا هم حکومت بېرته نه دي جوړ کړي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG