لاس رسیدونکی لینک

 
ترکي د افغانستان د پخواني حکومت د سفارتکارانو ماموریت ختم کړو، طالبانو ته لاره خلاصه شوه چې خپل استازي وګماري
تازه خبر

ترکي د افغانستان د پخواني حکومت د سفارتکارانو ماموریت ختم کړو، طالبانو ته لاره خلاصه شوه چې خپل استازي وګماري


په انقره کې د افغاسنتان سفارتخانه
په انقره کې د افغاسنتان سفارتخانه

د افغانستان د پخواني حکومت سفارتکارانو ویلي ترکي يې ماموریت ختم کړو او د افغانستان سفارتخانه يې د ترکي خارجه وزارت ته وسپارله. دې پرمختګ د طالبانو حکومت دپاره لاره خلاصه کړه چې په ترکي کې خپل استازي وګماري.

د پخواني افغان حکومت سفارتکارانو د سوشل میډیا په اېکس وېب پاڼه وویل په انقره کې افغان سفارتخانه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ترکي خارجه وزارت ته وسپارل شوه.

په غېر معمولي سخت بیان کې پخوانیو افغان سفارتکارانو ترکي د طالبانو د دباو په نتیجه کې د دوی ماموریت ختم کړو.

د انقره چارواکو په سمدستي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې په انقره کې د افغانستان د پخواني حکومت د سفارتکارانو ماموریت ختمېدل په سفارتي سطح د طالبانو بله کامیابي وبلله او ويې وېل درې کاله مخکې په افغانستان د بیا واکمنېدو راهسې طالبانو په بهر ملکونو کې د ۴۰ نه زیاتې سفارتخانې یا کونسلخانې نيولې دي.

د انقره نه تلونکو افغان سفارتکارانو وویل طالبانو په انقره کې د افغنستان سفارتخانه نیولو دپاره په سفارتکارانو او د عملې په غړو دباو اچولی و خو ناکامه شوي وو. دوی زیاته چې کړه طالبانو د ترکي په حکومت هم فشار اچولی و او د ترکي خارجه وزارت په وروستیو ورځو کې فېصله وکړه چې د افغان سفیر او د افغان سفارتکارانو ماموریت ختم کړي.

پخوانیو افغان سفارتکارانو وویل ترکي يې ماموریت د ختمولو فېصله ځکه وکړه چې په کابل کې خپل سفارت او د افغانستان په هرات او مزارشریف ښارونو کې خپلې کونسلخانې ازادې وساتل شي.

په کابل کې د طالبانو خارجه وزارت وویل په بهرنیو ملکونو کې د سفارتي عملې بدلېدل د معمول عمل دی. د وزارت یو اعلا چارواکي ذاکرجلالي وویل په انقره کې د افغانستان سفارتخانې خپل فعالیت د معمول سره سم دوامداره ساتلی دی او افغانانو او نور خلکو ته خدمات ورکوي.

د تېر کال د جولای په میاشت کې طالبانو وویل د مغرب حمایت یافته پخواني افغان حکومت سفارتکاران نه مني. د طالبانو حکومت تراوسه یو ملک هم په رسمیت نه دی پېژندلی.

په افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزو په سر مغربي ملکونو او نورې نړیوالې ټولنې سره د طالبانو تعلقات کړکېچن دي خو بیا هم چین، روس او ځینو نورو ملکونو طالبانو سره سفارتي تعلقات قایم کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG